1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

میرکل: جي۲۰ هیوادونو پر یوې ګډې اعلامیي موافقه کړې

۱۳۹۸ تیر ۸, شنبه

د نړۍ د صنعتي هیوادونو حکومتي او دولتي مشران په جاپان کې د جي۲۰ کنفرانس په ترڅ کې د یوې ګډې اعلامیې پر خپرولو سره سلا شوي دي. دا خبره د آلمان صدراعظمې انګلا میرکل کړې ده.

https://p.dw.com/p/3LKDe
Japan Osaka | G20 Gipfel | Bundeskanzlerin Angela Merkel und Olaf Scholz
انځور: picture-alliance/dpa/B. von Jutrczenka

د آلمان صدراعظمې انګلا میرکل د چاپان په اوساکا ښار کې وویل چې امریکا متحده ایالاتو منلې ده چې نور هیوادونه د اقلیم ساتنې په برخه کې پر خپلو ژمنو ټينګار کوي. میرکل زیاته کړه چې نهایي اعلامیه به لکه په ارجنټاین کې د جي۲۰ د تیرې غونډې په څیر یو متن وي. په بونس آیرس کې پرته له امریکا متحده ایالاتو څخه ۱۹ هیوادونو د پاريس اقليمي موافقتنامې ته خپله ژمنتیا ښودلې وه.

میرکل وویل چې د اعلامیي په متن کې به یو وار بیا ټینګار وشي چې د پاريس د اقليمي موافقتنامې مسئولیتونه «بیرته نه راګرځیدونکي» دي. هغې وویل چې د جي۲۰ کنفرانس په پریکړه لیک کې به د مهاجرت سیاست پر موضوع هم رڼا واچول شي. میرکل وویل چې په دې برخه کې به د جي۲۰ د غړو هیوادونو، ملګرو ملتونو سازمان او نورو بین المللي سازمانونو ترمنځ پر نږدې ګډ کار ټینګار وشي.

انګلا میرکل وویل چې د سوداګرۍ په موضوع کې به هم د ارجنټاین غونډې ته ورته یوه نتیجه ترلاسه شي چې په هغې کې به «آزاد، شفاف او منصفانه، بې له تبعیضه او د یوې ښې او پایدارې پانګونې په فضا کې سوداګرۍ» ته واضح ژمنتیا موجوده وي.

سربیره پر دې به په نهایي اعلامیه کې په نړیوالې سوداګرۍ سازمان WTO کې د اصلاحاتو پر ضرورت هم ټینګار وشي.

د جاپان لومړي وزیر شین زو آبی، د کوربه په توګه وویل چې جي۲۰ د آزاد، منصفانه او غیري تبعیضي تجارتي سیاست په حق کې خپل دریځ روښانه کړی دی. آبی د جي ۲۰ د سرمشریزې په پای کې زیاته کړه چې سوداګریزې شخړې په مجموع کې لکه د تیر په څیر نړیوال اقتصاد په خطر کې اچوي.

د جې۲۰ د غړو هیوادونو حکومتي مشرانو موافقه وکړه چې د نړیوال اقتصاد د پياوړې کولو ملاتړ به کوي، او په عین وخت کې که ضرورت پیښ شي نو اقدام به وکړي.

Japan G20 Gipfel Osaka Gruppenbild
د ۲۰۱۹م کال د جون ۲۸نیټه. د جي۲۰ سرمشریزې د ګډون کوونکو ګډونکو ګروپي انځورانځور: picture-alliance/AP Photo/A. Wyld

ستونزمن بحث

مخکې تر دې د صنعتي او صنعتي کیدو په درشل کې هیوادونو مذاکره کونکو ډیر وخت د اقليمي سیاست په برخه کې موجودې شخړې ته د یوه حل لارې پيدا کولو هڅه وکړه. د دیپلوماتانو په حواله اروپایانو نه غوښتل چې د اقليمي بدلون په هکله د جي۲۰ پخوانۍ نهایي اعلامیه له پامه وغورځول شي. د بحث د ګډونوالو په حواله تیره شپه بحثونه ډیر شدید ول.

امریکا د اقلیمي په موضوع کې ډیر سخت دریځ ښکاره کړ، خو اروپایي هیوادونو د اقلیم ساتنې په برخه کې خپل اتحاد ساتلې وو او اجازه یي نه ورکوله چې کوم بدلون په کې رامنځته شي.

د فرانسوي سرچينو په حواله امریکا په دې هڅه کې ده چې د جي۲۰ د ۱۹ غړو هیوادونو له بلاک څخه دری یا څلور هیوادونه یي د پاريس اقليمي موافقې تهداتو ته د زمنتیا په برخه کې د یوې کمزورې اعلامیي خپریدو ته د لارې هوارولو په برخه کې د امریکا ملاتړ وکړي. په دې برخه کې د برازيل، سعودي عربستان او ترکیي هیوادونو یادونه شوې ده.

خو اروپایان غواړي چې لږ تر لږه نهایي اعلامیه دې د جي۲۰ د تیرو سرمشریزو په ستندرد پاتې شي چې په هغو کې پرته له امریکا څخه پاتې ۱۹ غړو هیوادونو د پاريس له اقليمي موافقې څخه خپل ملاتړ اعلان کړی وو.

جي۲۰ هیوادونه د نړۍ د نفوس دوه پر دریمه برخه جوړوي. د نړۍ د ناخالص داخلي تولید ۸۰ سلنه او د نړۍ د سوداګرۍ درې پر څلورمه برخه په همدغو هیوادونو پورې ارتباط نیسي. په ۲۰۰۸م کال کې تر نړیوال اقتصادي بحران وروسته هر کال د نړۍ د سترو صنعتي او صنعتي کیدو په درشل کې هیوادونو حکومتي او دولتي مشران د جې۲۰ غونډې په چوکاټ کې سره راټولیږي او پر نړیوالو موضوعاتو بحث کوي.  

kle/AR (dpa, afp)-sn-nz