1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

میرکل او ترمپ د تجارت او روسیې په اړه خبرې کړي

۱۳۹۷ فروردین ۸, چهارشنبه

د آلمان صدراعظمې انګلا میرکل د امریکا متحده ایالاتو او اروپايي ټولنې تر منځ د سوداګرۍ پالیسي پر سر د «دیالوګ د بهیر» غوښتنه کړې ده. ترمپ او میرکل د روسیې د نه ثبت شویو استخباراتي کارکوونکو له ایستلو هم ملاتړ کړی.

https://p.dw.com/p/2v7Tn
G20 Hamburg Merkel und Trump
انځور: Reuters/C.Barria

د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر دونالد ترمپ او د آلمان صدر اعظمې انګلا میرکل، د سه شنبې په ورځ سره په یوه تلیفوني تماس کې د تجارتي قوانینو، چین، د سوریې شخړې او شمالي کوریا په ګډون پر بیلابیلو موضوعګانو باندې خبرې وکړي.

دواړه مشران په داسې حال کې سره تلیفوني خبرې کوي چې امریکایي ولسمشر دونالد ترمپ غواړي پر نړیوالې سوداګري باندې د ګمرکي تعرفو یوه نوې پالیسي تطبیق کړي. سپینې ماڼې په موقتي ډول اروپايي ټولنه او شپږ نور هیوادونه د فولادو او المونیمو د نویو ګمرکي تعرفو څخه معاف کړل. خودونالد ترمپ تیره اوونۍ د یوه امر له صادرولو سره چې هدف یې امریکا متحده ایالاتو ته د اسیايي هیوادونو صادرات دي، له چین سره د یوه سوداګريزي جګړې پیلولو ګواښ رامنځ ته کړی دی.

له انګلا میرکل سره تر تلیفوني خبرو یوه ورځ مخکې، دونالد ترمپ پر خپله تویتر پاڼه باندې یو پیغام خپور کړ چې په کې له نړیوال سوداګریز سیستم سره د هغه زړه تنګي څرګنده شوې وه. ترمپ ویلي وو چې هغه له داسې هیوادونو سره چې «له امریکا متحده ایالاتو سره عادلانه چلن نه دی کړی خبرې اترې کوي».

د سوداګرۍ په هکله همکاري

د سپینې ماڼۍ له خوا په یوې خپرې شوې بیانیه کې راغلي دي چې ترمپ او میرکل یو له بل سره پر دې هم خبرې وکړې چې د چین د غیر عادلانه اقتصادي کارونو او د فکري مالکیت د خپلولو پر ضد سره لاس یو کړي.

د آلمان حکومتي ویاند ستیفن زایبرت، ویلي دي چې په دغو تلیفوني خبرو کې میرکل د اروپايي ټولنې او امریکا متحده ایالاتو د سوداګرۍ په اړه د ډیالوګ د بهیر غوښتنه وکړه چې باید د قوانینو پر اساس استوار نړیوال تجارتي سیستم له مخې عملي شي.

ترمپ او میرکل همداراز د سوریې او شمالي کوریا پر موضوعګانو باندې خبرې اترې کړي دي. پر دې سربیره دواړو هیوادونو د بریتانیا او روسیې تر منځ د شخړې په موضوع کې له لندن څخه خپل ملاتړ اعلان کړ.

د سپینې ماڼۍ په اعلامیه کې راغلي دي چې میرکل او ترمپ د ناټو د متحدینو، اروپايي ټولنې غړو هیوادونو او نورو متحدینو ستاینه وکړه چې له لندن سره د خپل یووالي ښوولو په موخه یې له خپلو هیوادونو څخه د روسیې نه ثبت شوي استخباراتي کارکوونکي ایستلي دي.

دونالد ترمپ همداراز سه شنبې په ورځ د تلیفون له لارې د فرانسې له ولسمشر ایمانویل مکرون، سره خبرې کړې دي. سپینې ماڼۍ ویلي دي چې په دې تلیفوني اړیکه کې هم د چین د غیر عادلانه سوداګریزو کړو وړو پر ضد د راتلونکو اقداماتو په اړه بحث شوی دی.