1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

میدان وردګ؛ د چک برېښنا بند د ویجاړیدو له ګواښ سره مخامخ دی

فريدالله ظاهر
۱۴۰۱ آبان ۲, دوشنبه

د میدان وردګو ولایت د چک برېښنا بند د هېواد یو له مهمو بندونو بلل کیږي، چې یو وخت یې په دغه ولایت سربېره کابل ته هم برېښنا ورکړې وه. دغه بند اوس غیرې فعال دی. خو ولې؟

https://p.dw.com/p/4IcEc
Afghanistan Chak Staudamm Kraftwerk
انځور: Najeeb Ahmad Sherzad

د چک برېښنا بند څو لسیزې وړاندې د المان هېواد له لورې جوړ شوی، چې د هېواد یو له مهمو بندونو بلل کیږي.

دغه بند څو کاله وړاندې  د سلګونه هکټاره ځمکې د خړوبولو ترڅنګ  د ۳،۹ میګاواټه بريښنا د تولید ظرفیت درلود چې  د میدان وردګو په شمول کابل ته یې هم برېښنا ورکوله. 

اوسمهال دغه بند فعال نه دی. ځایي اوسیدونکي وایي، چي دغه بند درې کاله وړاندې هغه وخت له کاره ولوېد، چې د یوه شرکت له لورې یې د بیارغونې کارونه پیل شول.

د چک ولسوالۍ یوه اوسیدونکي احسان الله بمبیوال دویچه ویله ته وویل: « د چک بند اوس ډېر په بد حال کې دی. دیوالونه یې زیانمن شوي، توربینونه یې خراب شوې دي او کاسه کې یې اوبه نه ډنډیږي. که دغه بند ته پام ونه شي، نور به هم تخریب شي.»

Afghanistan Chak Staudamm Kraftwerk
انځور: Najeeb Ahmad Sherzad

 احسان الله وایي، د شرکت له لورې د دغه بند د بیارغونې چارې نیمګړي پریښودل شوې.

نوموړي وویل: «په تېرو کلونو کې د بند  یو توربین خراب و، شرکت چې راغلی، هغه دوه جوړ توربینونه یې هم وایستل چې جرمنیانو لګولی وو. شرکت ویل، چې دا پاکستان ته د جوړولو لپاره وړي. چې ماشینونه یې یو ځل یوړل بیا يې بېرته نه راوړل.»

اړوند مطب: د بدخشان شورابک بند ولې نه پرانيستل کيږي؟

دغه ځایي اوسیدونکی زیاتوي، چې د پخواني حکومت ړنګیدو او د طالبانو واکمنیدو سره شرکت د چک برېښنا بند رغنیزې چارې ودرولې، چې ځینې پایې او تخنیکي وسایل یې اوس هم په سیمه کې پاتې دي: « فکر کوم، د طالبانو ادارې او شرکت ترمنځ د شوي کار او پیسو پر سر جنجال موجود دی. شرکت بیا کار نه دی شروع کړی»

د سیمې یو بل اوسیدونکي  وحیدالله دویچه ویله ته وویل، چې د دغه بند په غیرې فعالیدو سره د دوی کورونه هم تیاره شوې دي.

هغه وایي چې څو کاله وشول هیڅ برېښنا نه لري. د نوموړي په خبره:»ځینې کسان که پسې ولري ځانت سولري برېښنا جوړوي، خو د ډېری خلکو اقتصادي حالت ښه نه دی او نشي کولی ځانته برېښنا برابره کړي.»

یوه ځایي کروندګر وایي، چې د چک بند زیانمنیدو سره د دوی ځمکې هم بې اوبه  شوې  دي: « زموږ ابادې ځمکې دي، خو اوس دلته په کاسه کې اوبه نه ټولیږي، زموږ کروندو ته ډېر وخت اوبه نه رسیږي.»

Afghanistan Chak Staudamm Kraftwerk
انځور: Najeeb Ahmad Sherzad

د بي بي سي رسنۍ د ۲۰۱۷ عيسوي کال د يو راپور له مخې د پخواني حکومت له لورې په ۲۰۱۶ م کال کې  له يو بهرني شرکت سره  د چک برېښنا بند د جوړیدو قرارداد لاسلیک شو، چې جوړیدو ته یې د افغانستان له کورنیو عوایدو کابو ۱۳ میلیونه امریکایي ډالر ځانګړې شوې وو. خو د ځايي اوسېدونکو په وينا په تېرو څو کلونو کې له لږ کار پرته دغه پروژه بشپړه نه کړل شوه.

اړوند مطلب: د کجکي برېښنا بند دویم فاز پرانستل شو

د طالبانو ادارې مسؤلین وایي، چې د میدان وردګو د چک برېښنا بند بیارغول یې په لومړیتوب کې دي.

د برېښنا شرکت ویاند حکمت الله میوندي دویچه ویله ته وویل، چې د برېښا په برخه کې پر نورو پروژو سربېره به ژر د چک برېښنا بند د جوړیدو چارې پیل کړي.

میوندي وویل: « د برېښنا شرکت پرمختیایي پروژو ته باید بودجه په پام کې ونیول شي. د چک برېښنا بند پروژې لومړنۍ چارې بشپړې شوې دي او د بودجې له منظورۍ وروسته به د دغه پروژې چارې پیل شي.»

د سلما بند د رغېدو چارې بشپړه سوې

د برېښنا شرکت ویاند زیاتوي، چې د هغو شرکتونو مالکان یې ورغوښتي، چې د طالبانو واکمنیدو وروسته یې د برېښنا اړوند بندونو او پروژو چارې نیمګړي پریښودلي. په وينا يې د اړونده شرکتونو له مشرانو غوښتي دي چې نیمګړي پروژې بشپړې کړي.

Afghanistan Chak Staudamm Kraftwerk
انځور: Najeeb Ahmad Sherzad

څه موده وړاندې د طالبانو ادارې د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال په مشرۍ په اقتصادي غونډه کې هم د چک د برېښنا بند د بیارغونې لپاره ځانګړي غونډه وربللې وه. په دې غونډه کې پریکړه شوېده: » د ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ اقتصادي کمېسیون د افغانستان برېښنا شرکت ته دنده سپارلې څو د میدان وردګو ولایت د چک برېښنا بند د پاتې کارونو د لګښت په اړه دقیقه سروې ترسره او راپور یې راتلونکي مجلس ته وړاندې کړي.»

 د اشرف غني په مشرۍ پخواني حکومت په هکله ويل کيږي چې د هېواد لویو بندونو جوړیدو ته يې پام ډېر کړی و، چې په لړ کې یې د برېښنا یو شمېر بندونو چارې بشپړې او د ځینو یې کارونه پیل شول.