1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

مک کال: له طالبانو سره دي د امریکا د استازو لیدني بندې شي

۱۴۰۲ مرداد ۱۳, جمعه

د امریکا د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو کمېټې رئیس، له طالبانو سره د دغه هېواد د ځانګړو استازو د غونډو د بندیدو غوښتنه وکړه. له طالبانو سره د امریکایي استازو پر وروستۍ لیدنه ځينو افغانانو سختي نيوکي کړي دي.

https://p.dw.com/p/4Uk5o
USA Michael McCaul
انځور: Kevin Dietsch/Getty Images(AFP

په دوحه کې د طالبانو له استازو سره د افغانستان په چارو کې د امریکا ځانګړي استازي توماس ویست او د افغانستان ښځو، نجونو او بشري حقونو له پاره د امریکا استازې رینا امیرې د لیدنې په اړه د نیوکو په دوام، د امریکا د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو کمېټې رئیس مک کال په یوه ټویټ کې ویلي دي، چې افغانان له طالبانو سره د متحده ایالاتو د لا زیاتې ښکیلتیا غوښتنونکي نه دي.

 افغان طالب چارواکو په دوحه کې له امریکايي او اروپايي استازو سره خبرې کوي
افغان طالب چارواکو په دوحه کې له امریکايي او اروپايي استازو سره خبرې کويانځور: Stringer/REUTERS


د هغه ټویټ له مخې چې د امریکا د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو کمېټې له لورې نشر شوی، مک کال ویلي دي: «افغانان له طالبانو سره د امریکا لا زیات تعامل نه غواړي، ځکه چې دا د ښځو او نجونو سره مرسته نه کوي او طالبان نورمال کوي.»


مک کال ویلي دي چې د امریکایي استازو او طالب استازو ترمنځ ناستې دې بندې شي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي دي چې په دې لیدنه کې د اقتصادي ثبات، بشري حقونو او د نشه یي توکوله قاچاق سره د مبارې په تړاو خبرې شوې دي. 
په ځانګړي توګه د دې غونډې د توجې کولو په اړه د رینا امیري پر ټویټ په ټولنیزو شبکو کې افغانانو سخت انتقادونه کړي دي. 
رینا امیري په یوه ټویټ کې ویلي: «د افغانانو او د بشري حقونو د مدافعینو پراخ ټینګار له طالبانو سره د مستقم تعامل د اړتیا له مخې، د بشري حقونو په ځانګړي توګه پر ښځو او نجونو د سختو محدودیتونو په اړه له طالبانو سره په خبرو کې له خپلو همکارانو سره یو ځای شوه.»


دا موضوع په افغانستان کې د بشري حقونو او د ښځو د حقونو د یو شمېر مدافعینو له توند غبرګون او اعتراض سره مخ شوه.  منتقدین استدلال کوي چې طالبان به د ښځو پر وړاندې په خپلو سختو محدودیتونواو تبعیضي سیاستونو کې هیڅ بدلون را نه ولي. 
WA/FZ/NZ