1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ميرکل له پوتینه د اوکرایني عسکرو د آزادیدو غوښتنه کړې

۱۳۹۷ آذر ۲۰, سه‌شنبه

آلمان او فرانسه غواړي د اوکراین په کړکیچ کې منځګړتوب وکړي. خو میرکل د دې له پاره روښانه شرطونه وړاندي کړي دي. خو دا خبره لا نه ده روښانه چې آیا د روسیې ولسمشر پوتین به هغې ته غبرګون وښيي که نه.

https://p.dw.com/p/39qWc
Deutschland Treffen Angela Merkel Wladimir Putin auf Schloss Meseberg
انځور: picture alliance/dpa/M. Kappeler

د روسیې او اوکراین تر منځ په کړکیچ کې آلمان او فرانسه غواړي منځګړتوب وکړي. د دغه منځګړتوب په درشل کې په یوه تلیفون تماس کې د آلمان صدراعظمې انګلا میرکل د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین څخه غوښتي دي چې په روسیه کې د اوکراین بندي سمندري ځواکونه آزاد کړي.

د روسیې سمندري څارونکو څه د پاسه دوې اوونې تر مخه په کرچ تنګې کې اوکرایني کښتیو ته د تیریدو اجازه ور نه کړه او درې واړه کښتۍ یي ونیولي. په دغه پیښه کې یو شمیر اوکرایني سمندري ځواکونه ټپیان شول او د کښتیو ۲۴ تنه عمله ونیول شوه. دغه پيښه د مسکو او کیف تر منځ د وضعیت د لا ترینګلي کیدو سبب شوه.

کریمیا ته څیرمه د کښتیو د تګ راتګ له پاره اقدامات

د روسیې له لوري الحاق شوي د کریمیا نیمه ټاپو ته څیرمه تنګی د تور سمندرګی له آزوف سمندرګي سره وصلوي.  مسکو دغه تنګی یوازې د روسیې د سیمې په توګه انګیري.

د آلمان د حکومت د ویاند شتیفن زایبرت، د معلوماتو له مخې صدراعظمې میرکل له پوتین سره په تلیفوني خبرو کې پر دې ټینګار کړی دی چې یو شمیر اقدماتو ته اړتیا ده، څو کښتۍ په آسانۍ سره تګ راتګ وکړی شي.

په پام کې ده چې د سه شنبې په ورځ (۲۰۱۸م کال د دسمبر ۱۱مه) د آلمان، فرانسې، روسیې او اوکراین د دولتونو او حکومتونو د بهرنیو چارو سلاکاران په برلین کې سره وویني. میرکل د ارجنټاین په پلازمېنه بوینوس آیرس کې د جې-۲۰ د سرمشریزي په څنډه کې له پوتین سره تر ملاقات وروسته د منځګړتوب د هڅو اعلان وکړ.

د سوریې په هکله هم خبري شوي

د زایبرت په وینا میرکل او پوتین پر اوکراین سربیره پر یو شمیر نورو موضوعاتو هم خبري کړي دي. زیاته شوې ده چې دواړو مشرانو په ۲۰۱۹م کال کې له روسیې څخه د اوکراین له لارې د ګاز د انتقال په هکله خبري کړي دي. همداشان د سوریې د وضیعت په هکله هم خبري شوي دي په ځانګړې توګه د اساسي قانون د یوه کمیسیون جوړولو پر سر خبري شوي دي.

زیاته شوې ده چې پر دې سربیره د آلمان صدراعظمې او د روسیې ولسمشر د منځني واټن ویشتونکو اتومي توغندیو د منع تړون پر سر هم نظرونه تبادله کړي دي. امریکا متحده ایالات پر روسیې باندې د دغه تړون د نقضولو تور پورې کوي او له دغه تړونه د وتلو ګواښ کوي.