1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ميرکل له لوړ نړیوال محبوبیت سره د صدراعظمۍ څوکۍ پريږدي

۱۴۰۰ مهر ۱, پنجشنبه

یوه نوې نظر پوښتنه ښیې چې د آلمان اوسنۍ صدراعظمه انګلا ميرکل په هغو هیوادونو کې چې دغه نظرپوښتنه پکې شوې د خلکو په منځ کې ډېره د باور وړ او نړۍ ته کړي کارونو ته يې په ډیر مثبت نظر کتل کیږي.

https://p.dw.com/p/40kIx
Kanzlerwahl - Amtseid Angela Merkel
انځور: Peer Grimm/picture-alliance/dpa

دغه نظر پوښتنه چې د «پیو» څیړنیز مرکز له خوا ترسره شوې وایي چې انګلا ميرکل لا هم له آلمان څخه بهر خورا محبوبیت لري او د امریکا، روسیې، چین او فرانسې تر اوسنیو ولسمشرانو خلکو ته ډېره د باور وړ ده.

ميرکل له شپاړسو کلنو راهيسي د آلمان صدراعظمه ده او وروسته له راتلونکې یکشنبې به چې د آلمان ټاکنې ترسره کیږي دغه څوکۍ پریږدي.

«پیو» په واشنګټن کې یو غیر حزبي څیړنیز مرکز دی چې د پیژندل شوو څېرو او محتوا لرونکو تحلیلونو په تړاو څیړنې کوي.

د نظر پوښتنې ۷۷ سلنه ګډون کوونکي باور لري چې ميرکل په نړیوالو چارو کې سم کارونه کوي، خو په یونان کې بیا د هغې په اړه دغه باور کم دی یوازي د پوښتل شوو کسانو په سلو کي ۳۰ سلنه يې په دې باور دي چې ميرکل سم کار کړی دی.

د آلمان او یونان حکومتونه وروسته له هغې سره په ټکر کې شول چې د پور بحران پر مهال د یورو په حوزه کې د یونان اقتصاد یوه لسیزه فلج شو.

آلمانیان او اروپایان د ميرکل په اړه څه فکر کوي؟

ميرکل د خپلې دندې له پيل راهيسي د آلمانیانو په منځ کې خورا لوړ اعتماد لري. په ۲۰۲۱م کال کې د ميرکل په اړه د المانيانو باور ډیر شوی دی او په دغه نظر پوښتنه کې د پوښتل شوو کسانو ۷۷ سلني ويلي دي چې د ميرکل پر مشرتوب باوري دي.

Deutschland Auftritt von AKK und Merkel bei der Bundeswehr in Seefeld
د آلمان واسنۍ صدراعظمه او د دې هیواد د دفاع وزیرهانځور: Fabian Bimmer/REUTERS

ميرکل درې ځله د آلمان صدراعظمه ټاکل شوې ده او د رواني سپتمبر مياشتي پر ۲۶ نېټه د آلمان تر پارلماني ټاکنو وروسته به خپله دنده پای ته ورسوي.

په دغه نظر پوښتنه کې د فرانسې، بریتانیا او ایټالیا په ګډون د ۸ اروپایي هیوادونو وګړي پوښتل شوي دي. په دغو پوښتل شوو کسانو کې له هرو لسو کسانو څخه ۷ یې په دې باور دي چې ميرکل په نړۍ کې سم کارونه ترسره کړي. په هالنډ او سویډن کې بیا له هرو لسو پوښتل شوو کسانو څخه ۹ یې ويلي دي چې ميرکل په نړيواله کچه ښه کارونه کړي دي.

د آلمان په اړه عمومي احساس څه دی؟

په دغه نظر پوښتنه کې روښانه شوې ده چې د پوښتل شوو کسانو ۷۹ سلنه يې د آلمان په اړه مثبت نظر لري.

د نظر پوښتنې ګډون کوونکي په دې باور دي چې د آلمان حکومت له کورنا سره د مبارزې ښې لارې چارې درلودې او د روغتیا نړیوال سازمان، چین او امريکا په پرتله ډیر ښه وو.

پر دې سربيره له هرو لسم یونانیانو څخه چې په دغه نظر پوښتنه کې یې ګډون کړی اته یې په دې باور دي چې د آلمان نفوذ پر نړیوالو چارو ډیر زیات دی او د ایټالیا او هسپانيا ډېر پوښتل شوي کسان هم په همدې نظر دي.

سړی څرنګه د آلمان پارلمان ته رسیدای شي؟