1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ميرکل د لا ډيرو مهاجرو د په کار ګومارلو غوښتنه کړې

۱۳۹۷ آبان ۷, دوشنبه

د آلمان صدراعظمه انګلا ميرکل وايي چي په ټولنه کې د مهاجرو او پناه غوښتونکو ادغام ډير وخت ته اړتيا لري. هغې د کار بازار ته د مهاجرو د داخلیدو په موخه، د لا ډيرو امکاناتو پر برابرولو ټينګار وکړ.

https://p.dw.com/p/37Ijo
Deutschland | Regierungserklärung im Bundestag
انځور: picture-alliance/dpa/B. v. Jutrczenka

ميرکل په تيرو درو کلونو کې د مهاجرو فعاليتونه د قناعت وړ وبلل، هغه د دې غوښتونکې شوه چې په دې برخه کې دې لا ډير او پراخ فعاليتونه وشي.

د آلمان صدراعظمې وويل چې په آلماني ټولنه کې د مهاجرو ادغام به يوه «اوږدمهاله دنده» وي. هغې د شنبې په ورځ په خپل يوه ويډيوي پيغام کې ويلي ول: «موږ به د ادغام کورسونه له دې هم ډير او بهتره کړو او دنده لرو چې لا ډير مهاجر په کارونو وګومارو.»

هغې د خپلو خبرو په دوام دې ټکې ته اشاره وکړه چې د آلمان فدرالي ادارې، ايالتونو او ناحيو له ۲۰۱۶م کال راهيسې د مهاجرو د ادغام په برخه کې ډير کارونه کړي دي. 

ميرکل زياته کړه چې مساوي حقونه، د عقيدې آزادي، د مذهب آزادي او د دولت د حاکميت حق د«بريالي ادغام له پاره د يو ښه ګډ ژوندانه اساس» جوړوي.

Deutschland Deutschkurs für Geflüchtete in Wesel
مرکل ويلي: موږ به د ادغام کورسونه له دې هم ډير او بهتره کړو انځور: DW/M. Karim Saleh

انګلا ميرکل وویل، هغه کسان چې آلمان ته داخليږي، کيدای شي د ژوندانه وضعيت يې توپير ولري، خو په عين حال کې داسې ورته والی شته چې هغه پر دغه حقيقت «موږ د مشخصو ارزښتونو يوه سیستم ته ژمن يو» باندي ولاړ وي.

هغې پر دې ټولو سربيره دا خبره هم وکړه: «کوم کسان چې زموږ لور ته راځي، د آلماني ژبې زده کړې ته دې چمتو وي.»

په پام کې وه چې نن دوشنبه د آلمان صدراعظمه د آلمان د ملي ادغام جايزه د «اسرا اید جرمني» سازمان ته ورکړي.

دغه سازمان له څو کلونو راهيسې د (پلونو د رامنځ ته کيدو او له تنوع سره د مخ کېدو) په نومونو د خپلو دوو پروژو له لارې په آلمان کې د مهاجرو د ادغام په برخه کې د اسانتياو په برابرلو کې فعاليت لري.

دغه سازمان په برلين او فرانکفورت ښارونو کې د مهاجرو په لسو مرکزونو کې د رواني درملنې فعاليتونه لري. د دغه سازمان په پروژو کې تر اوسه تر شپږ زرو ډيرو کسانو گډون کړی دی.

له آرشيف څخه يو انځوريز البوم: