1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

میانمار: پوځ لسګونه کسان تر نیولو وروسته په ډزو وژلي دي

۱۴۰۰ دی ۵, یکشنبه

د ميانمار له موسو نومي کلي سره جوخت څه باندې ۳۰ تنه وژل شوي دي. فعالان او ځايي رسنۍ يې پړه د پوځي حکومت پر ځواکونو اچوي. حکومت بیا سمدلاسه څه نه دي ویلي خو دولتي رسنۍ وايي چې په دې سیمه کې په ترهګرو ډزې شوي دي.

https://p.dw.com/p/44qRJ
Myanmar | Über 30 verbrannte Leichen gefunden worden
انځور: AFP/picture alliance

د ماشومانو د ژغورنې سازمان «سيف دې چيلدرن» په نوم بشري ډلې د يکشنبې په ورځ ويلي دي چې دوه تنه ځايي غړي يې لادرکه شوي وروسته له هغې چې د رپوټونو له مخې د ميانمار حکومتي ځواکونو ډېر شمېر کليوال چې ځينې ورڅخه ښځې او ماشومان هم ښايي وو، سره راټول او بيا يې د کايا آیالت د موسو کلي په شاوخوا کې ۳۰ تنه ورڅخه په ډزو وويشل او ووژل.

يوې څارونکې ډلې او ځایي رسنيو د دغه بريد پړه چې ورپسې يې د وژل شوو کسانو جسدونه سوځول شوي هم دي، د واکمنې پوځي شورا پر ځواکونو اچولې ده. د کارېن په نوم توکميزې لږکۍ ډلې د غړو د سوځېدلو جسدونو پاتې شوني د ميانمار په ختيځ کې موندل شوي، چېرته چې د ۲۰۲۱ کال په فبرورۍ مياشت کې د يوې پوځي کودتا تر تر سره کېدو راهيسې يو پوځي حکومت قدرت ته رسېدلی او په وار وار تاوتريخوالی هم ليدل شوی دی.

Myanmar | Über 30 verbrannte Leichen gefunden worden
انځور: AFP/picture alliance

په دغه عام وژنه کې له منځه وړل شويو کسانو هڅه کوله چې د ميانمار د پوځ او د کودتاچيانو پر ضد د مليشه يي ډلو تر منځ له نښتو څخه وتښتي. دغه خبره د کارېني توکم د بشري حقونو يوې ډلې د شنبې په ورځ د آلمان خبري آژانس ته کړې ده. د کارېني دغه غړي وويل چې «تقريبا ۳۵ تنو هڅه کوله چې له خپلو کورنيو سره وتښتي خو د پوځ له ځواکونو سره مخامخ او ونيول شول، بيا دوی ووژل شول.»

حکومت دغو رپوټونو ته سمدلاسه ځواب نه دی ويلی، خو دولتي رسنيو ويلي دي چې په سيمه کې په »تروريستانو« باندې ډزې شوې دي. په دولتي ميانمار آلين نومې ورځپاڼه کې خپاره شوي يوه رپوټ کې راغلي چې موسو ته څېرمه نښتې هغه مهال پيل شوې چې د کارېني ګوريلايي ځواکونو او ياغيانو »مشکوک« وسايط چلول او کله چې هغوی له پوځ سره مخامخ شول له درېدو څخه يې انکار وکړ.

له دويچه ويله سره په يوه ځانګړې مرکه کې د بشري حقونو د څار ډلې استازي، فيل روبرټسن وويل چې «تر دې دمه ويلی شو» چې عسکرو هغه ملکي وګړي په نښه کړي دي چې د تېښتې هڅه يې کوله. د هغه په خبره «داسې ښکاري چې هغوی د ميانمار له عسکرو سره مخامخ شول چې پرېکړه يې وکړه چې له دوی څخه د نښې ويشتلو په تمرين کې کار واخلي. دا د حيرانتيا خبره ده. دا د بشريت پر ضد د يوه بل احتمالي جنګي جنايت مورد دی چې د ميانمار پوځ تر سره کړی دی.»

زموږ له آرشیف څخه: