1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

موټرجوړونکو شرکتونو چین ته د شا اړولو څخه خبرداری ورکړی

۱۴۰۱ آبان ۱۲, پنجشنبه

چین ته د جرمني د صدراعظم، اولاف شولڅ سفر ته په کتو سره د موټر جوړولو او متوسطو شرکتونو خبرداری ورکړی، چي د گټي او خرڅلاو د مهم بازار څخه یې مخ وانه ړوي.

https://p.dw.com/p/4J1mg
REV Explains: Russische Autos
انځور: DW

 


د جرمني د موټر جوړولو د اتحادیې-VDA رییسې، هیلده گراد مویلر د فونکه ورځپاڼو ته نن پنجشنبه (د نومبر میاشتي دریمه) ویلي، چي «د چین سره اوسنی معامله دلته په جرمني کي د کارځایونو د ساتلو لویه برخه ډاډمنه کوي». په خبره یې «چین موږ ته په اوس وخت کي ډیر داسي اومه مواد راکوي، چي موږ یې پخپله نلرو او نه مو هم د نورو الترناتیفي تجارتي قرار دادونو پواسطه دا کار اطمیناني کړی دی». 
مویلر اضافه کړه، چي « که څه هم دا مهمه ده، چي توأمیت او وابستگي راکمه کړو، خو دا کار دا معنی هم نلري، چي شا ور واړوو او ورڅخه لیري سو». هغه همدارنگه وویل، چي زموږ د عصر د اوسني بحران جواب نباید د «جهاني کیدو او بین المللي همکارۍ څخه لیری کیدل واوسیږي». د چین څخه لیري کیدل او پرې کیدل «نه یوازي د اقتصادي بلکه، د جیو ستراتیژیکي لحاظه هم غلط دی».