1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

مودي د کشمیر په هکله د هند له پریکړې څخه دفاع کړې

۱۳۹۸ مرداد ۱۸, جمعه

د هند لومړي وزیر هیله څرګنده کړې چې له کشمیر څخه د نیمه خپلواکه حیثیت بیرته اخیستل به بیلتون غوښتنې او ترهګرۍ ته د پای ټکی کښیږدي. په عین وخت کې د پاکستان وزیر د جګړې په صورت کې د نړیوالو عواقبو خبرداری ورکړی دی.

https://p.dw.com/p/3Ncw0
Indien Narendra Modi TV-Ansprache
انځور: picture-alliance/AP/C. Anand

د هند لومړي وزیر نریندري مودي، ویلي دي چې هڅه کوي د نوې پریکړې په واسطه په کشمیر کې بیلتون غوښتنې ته د پای ټکی کښیودل شي او ترهګر له دې ځای لیرې کړل شي. هند د دوشنبې په ورځ له کشمیر څخه نیمه خپلواکه حیثیت بیرته واخیست.

مودې د پنجشنبې په ورځ (د ۲۰۱۹م کال د اګست اتمه) ملت ته په خپله وینا کې د هندو نیشنلست حکومت وروستی ګام روښانه کړ او ویې ویل چې هند یو «تاریخي پریکړه» کړې ده. هغه دغه ګام د سیمې له پاره د یوه نوي پېر په توګه یاد کړ. هغه په خپله وینا کې وویل چې د اساسي قانون ۳۷۰ ماده د ترهګرۍ د وسلې په توګه کاریده او د سیمي خلک له مهمو حقوقو او خوندیتوبونو څخه بې برخه ول چې د هند په نورو برخو کې ترې خلک مستفید کیدل.

هغه د ۳۷۰ مادې د له منځه وړلو په پایله کې په سیمه کې د زیاتې کاري بوختیا د شرایطو، د تعلیم په برخه کې د سهولتونو، روغتیایي پاملرنې، اقتصادي پروژي او پرمختګ ژمنه وکړه. مودي د پراخې انتخاباتي آزادۍ ژمنه وکړه او ویې ویل چې په نزدې راتلونکي کې به د کشمیر خلک د دې جوګه وي چې خپل مشران په خپله وټاکي.

مودې په خپلو وینا کې زیاته کړه: «ملګرو، زه پر دې بشپړ باور لرم چې تر دې سیستم لاندې به موږ وتوانیږو جمو او کشمیر د بیلتون غوښتنې او ترهګرۍ څخه آزاد کړو. زه پر دې بشپړه عقیده لرم چې د جمو او کشمیر خلک به بیلتون غوښتنې ته تر ماتې ورکولو وروسته له نوو هیلو سره مخ پر وړاندې ولاړ شي.»

د غبرګون په هکله اندیښنې

په ناڅاپي توګه له جمو او کشمیر څخه د نیمه خپلواکه ځانګړي حیثیت اخیستو یو ځل بیا دا اندیښنې راپورته کړي دي چې ښایي دغه اقدام په اکثریت میشتې مسلمانه سیمه کې له تشدده ډک غبرګون ته لمن وهي. دغه سیمه د هند د واکمنۍ پر ضد احتجاجونو لا ترمخ په ټپه ولاړ حالت سره مخامخ کړې ده. له جمو او کشمیر څخه د هند د یوه ایالت حیثیت هم اخیستل شوی دی چې اوس یې په دوو برخو ویشلی چې په مستقیمه توګه د نوي دهلي له اداره لاندې دی.

دا چې هر ډول ناکرارۍ وځپل شي هند د کشمیر په سیمه کې مخابراتي ارتباطات قطع کړي، ګرځبندیز ته ورته مقررات یې نافذ کړي او په زرګونو سرتیري یې وراستولي دي. ځایي رسنیو تر ۶۰۰ زیاتو کسانو د نیول کیدو ربوټونه ورکړي دي.

په وروستیو میاشتو کې په کشمیر کې کابو هره ورځ د هندي امنیتي ځواکونو او یاغیانو تر منځ نښتې رامنځ ته کیدې. نوی دهلی پاکستان د یاغیانو په ملاتړ تورنوي. خو اسلام اباد بیا دغه تورونه ردوي.

هند او پاکستان چې اوس د اتومي قدرت درلودونکي دي د ټول ویشل شوي کشمیر د ملکیت ادعا کوي او دواړو هیوادونو په ۱۹۴۷م کال کې د خپلواکۍ د اخیستو راهیسې پرې څو وارې جګړې هم کړي دي.

د چهارشنبې په ورځ پاکستان وویل چې له خپل ګاونډي هیواد هند سره به دیپلوماتیکي اړیکي محدوې کړي، د هند سفیر به بیرته واستوي او تجارتي اړیکي به ورسره وځنډوي.

د جګړې په هلکه خبرداری

د پاکستان د لومړي وزیر عمران خان د کابینې یوه وزیر د پنجشنبې په ورځ له دویچه ویله سره په خبرو کې وویل چې له هند سره هر ډول باالقوه جګړه به نړیوالې اغیزې ولري. د پاکستان د ساینس او تکنالوژۍ وزیر فواد چوهدري له دویچه ویله سره په خبرو کې وویل: «زه نه غواړم چې د جګړې حالت رامنځ ته شي، خو باور وکړئ که چیرې د هند او پاکستان تر منځ جګړه وشي نو دا به عادي جګړه یا داسې جګړه نه وي چې تر یوه هیواده محدوده پاتې شي. د دې جګړه اندازه به له برلین څخه نیولی تر واشنګټنه او ریاض څخه نیولی تر تهرانه په پلازمینو کې احساسه شي.»

خو دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي په اسلام آباد کې خبریالانو ته وویل چې هیواد به یې له هند سره کوم پوځي اقدام ته مخه نه کړي.

ملګرو ملتونو د آرامه پاتې کیدو غږ کړی

د پنجشنبې په ورځ ناوخته د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګویترش پر دواړو هیوادونو غږ وکړ چې «د داسې اقداماتو له اخیستو څخه ډډه وکړي چې د جمو او کشمیر حیثیت اغیزمنولی شي.» د ګویترش، ویاند ویلي دي چې «عمومي منشي په جمو او کشمیر کې وضعیت په اندیښنې سره تعقیبوي او د حد اکثر زغم ښودلو له پاره غوښتنه کوي.» د ملګرو ملتونو د عمومي منشي ویاند په خپلو څرګندونو کې زیاته کړې: «عمومي منشي د هند اړخ ته کشمیر کې د محدودیتونو د وضع کولو په هکله هم اندیښمن دی چې ښایي په سیمه کې د بشري حقونو د وضعیت د بدتر کیدو سبب وګرځي.»

aw, cw/msh sr/awa (AFP, AP, dpa, Reuters)