1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيا

منځنی ختیځ: ‌د کرونا د معلوماتو په تبادله کې د مذهب نقش

۱۳۹۹ خرداد ۷, چهارشنبه

دین بدلول او په کرونا د مسلمانانو نه اخته کیدل هغه موضوعات دي‌ چې د کرونا وبا په هکله د ناسمو معلوماتو په مرکز کې قرار لري. ‌په منځني ‌ختیځ کې د کرونا وبا پرمهال مذهب او مذهبي اعتقادات د بحثونو اصلي موضوعات دي.

https://p.dw.com/p/3cqkD
Saudi-Arabien Mekka | Coronavirus | Große Moschee | Pilger mit Atemschutz
انځور: Getty Images/AFP/A. Ghani Bashir

د کرونا وبا پرمهال د منځني ختیځ په گډون ځينو هیوادونو کې مذهبي باورنه او اعتقادات هم د بحثونو اصلي ټکي وو.‌ ځیني ‌تحلیلګران دغه څه ته د یوې وبا یا طاعون د خپریدو پرمهال د ټولنې د یوه طبیعي اړخ په توګه ګوري.

د بیروت په امریکايي پوهنتون کې د رسنیو د مطالعاتو پروفیسور نبیل داجاني، په دې باور دی چې د سترو ستونزو پرمهال ډیر خلک په طبیعي توګه دودیزو او مذهبي اعتقاداتو او افسانو ته مخه کوي.‌ داجاني وویل:‌«د یوه ناپیژندل شوي کړکیچ او یا یوې شخړې پرمهال،‌ خلک [په طبیعي توګه] خپلو فرهنګي باورونو او یا اعتقاداتو ته مخه کوي، څو ځان په دې پوه کړي چې څه روان دي.» دغه پروفیسور همدا راز زیاته کړه چې ما د دغه څه پیښیدل نه یوازې په اسلامي، بلکې نورو هیوادونو کې هم ولیدل.

 په نړیواله سطحه، ‌له کرونا ویروسه د رغیدو یا په دغه ویروس د نه ککړیدو په هکله پر انترنت باندې ګڼ شمیر نسخې او لار چارې شریکې شوي دي. ‌سربیره پر دې د کرونا ویروس د منشأ په هکله ډيري توطیې تیورګانې هم لاس پر لاس کیږي، ‌داسې تیورګانې چې ځینې وخت ان نړیوالو مشرانو هم دغه راز ناسمې ادعاوې کړې دي.‌

په عربي نړۍ کې، د فرانسې خبري آژانس د حقایقو موندنې برخې پر ټولنیزو رسنیو باندې داسې ډیر مواد او پوسټونه څارلي دي چې پکې د کرونا ویروس په هکله ناسمې مذهبي ادعاوې شوي دي. په ټولنیزو رسنیو کې په خپره شوې یوه ویډیو کې لیدل کیږي چې یوه ډله چینایان د اسلام دین ته اوړي او دلیل یې هم د ویډیو د ادعا له مخې د کرونا ویروس دی، ځکه د ویډیو د ادعا له مخې کرونا ویروس مسلمانان نه نیسي. ‌دغه ویډیو د روان کال په فبروري ‌میاشت کې پر ټولنیزو رسنیو لاس په لاس کیدله.‌

خو حقیقت د ویډیو د ادعا خلاف بل څه دی. په دغه ویډیويي ‌کلیپ‌ کې د فلیپین د ټګه لوګ په ژبه خبرې کوونکي کسان لیدل کیږي چې په سعودي عربستان کې د ۲۰۱۹م کال په می میاشت کې د اسلام دین قبلوي. ‌دغه دقیقاً هغه وخت وو چې کرونا وبا په چین کې لا خپره شوې نه وه.‌

Symbolbild Twitter Fake News
انځور: Imago Images/ZUMA Press/A. M. Chang

په یوه بل ویډیويي ‌کليپ کې چې پر انترنت او ټولنیزو شبکو خپور شوی دی، پکې لیدل کیږي چې په چین کې د کرونا ویروس تر خپریدو وروسته پر قرآن شریف باندې وضع شوی بندیز لیرې کړل شوی دی او یو شمیر چینايي وګړي د قرآن شریف نسخې ترلاسه کوي. دغه ویډیويي کلیپ په اصل کې د ۲۰۱۳م کال راهیسې لاس پر لاس کیدونکی هغه ویډیويي ‌کليپ دی چې پکې په چین کې یو شمیر انجیلونه پر خلکو ویشل شوي وو.‌

په یوه بله ویډیو کې چې پر فسبوک، ‌یوټیوب او ټویټر باندې خپره شوې ادعا شوې چې آذان تر۵۰۰ کلونو وروسته د لومړي ځل له پاره په هسپانیا کې په لوړ غږ اوریدل کیږي.‌ د نورو هیوادونو په ډله کې هسپانیا هم کرونا وبا سخت ځپلی دی.‌ دا په داسې حال کې ده چې په وروستیو وختونو کې په هسپانیا کې پر آذان باندې کوم بندیز موجود نه دی.

May 9 2019 Asuncion Paraguay Hand holds a smartphone displaying Facebook and Instagram logo ic
انځور: imago images / ZUMA Press

په مسلمان میشته هیوادونو کې ګډ باورونه؟

د بیروت په امریکايي پوهنتون کې د ټولنپوهنې پروفیسور، ساري حنفي، بیا په دې هکله وايي چې «زموږ په سیمه کې، مذهبي ادعاوې ځینې وخت له ساینس او طبابت سره په ټکر کې وي.» د هغه په خبره، پر دې سربیره بیا هم مذهب او دین د ټولنیز پیوستون اساسي سرچینه ده چې د قرنطین پرمهال د رواني فشار پر وړاندې د مبارزې په برخه کې کلیدي نقش لوبوي.

دغه راز باورونه نه یوازې په عربي هیوادونو، بلکې په افغانستان کې هم موجود دي. د کرونا وبا د خپریدو پرمهال په افغانستان کې هم ځیني مذهبي څیرو له فرصت څخه په ګټه اخیستنې ځینې ناسمې سپارښتنې کولې او خلکو ته یې ښووله چې کرونا وبا پر مسلمانانو باندې اغیز نه کوي، داسې یوه موضوع چې اسلام یې پر وړاندې ښکاره تګلاره لري. د اسلامي لارښونو پر اساس، په هغو سیمو کې چې یوه وبا خپره شوې وي، له خلکو غوښتل شوي چې له وبا د ژغورنې په موخه وبا ځپلې سیمې ته داخل نه شي او یا له وبا ځپلې سیمې څخه پاکې سیمې ته سفر ونه کړي.

څه موده وړاندې په کابل کې د سلام پوهنتون مشر مصباح الله عبدالباقي، دویچه ویله ته وویل چې په دې برخه کې د ټولو دیني علماوو نظر دا دی چې له مرض څخه د انسانانو د ژغورنې له پاره راټوليدني ښه کار نه دی. نوموړي دویچه ویله ته د رسول الله (ص) د یوه حدیث په استناد وویل چې د اسلام پیغمبر خپلو پیروانو ته سپارښتنه کړې چې د وبا په صورت کې باید خلک وبا ځپلې سیمې ته داخل نه شي او له داسې سیمو څخه نورو سیمو ته سفر ونه کړي.

د افغانستان په شمول د جنوبي آسیا په ځينو هیوادونو کې د کرونا د وبا سره هم مهاله، خلک بیا هم د مذهبي راټولیدنې مخنیوی نه مراعتوي چې دغه کار هم په ټولنو کې د یادې وبا د خپریدو سبب ګرځي.

د دې کار ښه بیلګه په دې وروستیو کې د اختر ګډ لمونځونه ادا کول ول. په بنګله دیش، هندوستان، افغانستان او پاکستان کې خلکو د کرونا وبا اړوند د طبي سپارښتونو په نه مراعتولو سره د اختر لمونځونه کړي. داسې یو اقدام چې د کارپوهانو په وینا ښايي د دې وبا په خپریده کې به مهم نقش ولوبوي.

Coronavirus Indien Ahmadabad
انځور: picture-alliance/AP/A. Solanki

پر ټولنیزو رسنیو غلط معلومات

تر مذهبي ناسمو ادعاوو ها خوا، د فرانسې خبري آژانس د حقیقت موندنې څانګې، ځینو داسو موضوعاګنو ته هم پام شوی چې پکې ادعاوې شوي چې تر کرونا وبا وروسته به یو شمیر غربي هیوادونه په بشپړه توګه له منځه ولاړ شي.

د عربي هیوادونو پر ټولنیزو شبکو باندې د «ایټالویان ځان وژنې کوي» تر عنوان لاندې یوه داسې ویډیوه لاس په لاس شوې چې پکې ادعا شوې چې ایټالویان په یوه عامه څلورلاري کې د کرونا ویروس له کبله ځان وژنې کوي. خو حقیقت دا د چې دغه ویډیو د کرونا وبا تر خپریدو څو میاشتې وړاندې اخیستل شوې کوم چې د ایټالیا د ښي اړخه حکومت پر وړاندې یوه اعتراضي غونډه ده.

په بریتانیا کې د مذهبي افریقايي زده کړو له سازمان څخه ډینا ماتار وايي چې مذهبي انګیزه لرونکي ناسم باورونه نه یوازې یوه سیمه ایزه موضوع نه ده. هغې د فرانسې خبري آژآنس ته په دې هکله وویل چې موږ باید په داسې ځانګړې توګه تعبیر نه کړو چې منځنی ختیځ له نورو توپیر لري. د هغې په خبره «مذهب تل نه یوازې په منځني ختیځ، بلکې په غرب کې هم د سیاسي وسیلي په توګه کارول شوی دی«.

Köln Ditib-Zentralmoschee Gläubige beim Gebet
انځور: Ditib/Ercüment Aydin

په نورو هیوادونو کې د توطیې نظریې نه یوازې په مذهب پورې محدودې دي، بلکې ځینې ملتپاله او توکمپاله احساسات هم ورسره ګډ شوي وي. د بیروت په امریکايي پوهنتون کې د ټولنپوهنې پروفیسور، ساري حنفي په خبره د توطیې هغه تیوري چې ګواکې د کرونا ویروس په امریکا متحده ایالت کې د یوې بیولوژیکي وسلې په توګه جوړ شوی ترڅو چین او ایران پرې وځپي او یا داسې ادعاوې چې یوازې مهاجرین په کرونا ویروس اخته کیږي، او دې ته ورته ادعاوې هم د مذهبي ناسمو ادعاوو ترڅنګ پر ټولنیزو رسنیو باندې لاس پر لاس کیږي.

دغه ټولنپوه زیاتوي چې دغه راز غلط معلومات هغه وخت ډیر خپریږي کله چې موږ د یوه حقیقت پر وړاندې کمزوري شو او نه پوهیږو چې یوه موضوع څرنګه د ساینس او پوهې له مخې تشریح کړو.  

ho/jmm/h