1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ترمپ: منځني ختيځ ته د لا ډيرو ځواکونو د استولو اړتيا نشته

۱۳۹۸ خرداد ۳, جمعه

د امريکا او ايران تر منځ پر اختلافاتو سربيره، ترمپ سيمې ته د لا ډيرو ځواکونو د استولو اړتيا نه ويني.

https://p.dw.com/p/3J0UC
USA - Donald Trump bei Rally in Montoursville
انځور: picture-alliance/AP Photo/E. Vucci

د امريکا متحده ايالاتو دفاع وزارت يا پنټاګون د ايران پوځي ګواښونو پر وړاندي د مبارزې په موخه، منځني ختيځ ته له پنځو تر لسو زرو نورو عسکرو استول ارزول، څو ترمپ ته يوه طرحه وړاندي کړي.

خو ترمپ د پنجشنبې په ماښام (د می ۲۳مه) وويل چې دی په اوسنيو شرايطو کې د ايران پوځي ګواښونو پر وړاندې د مبارزې په موخه، سيمې ته د لاډيرو ځواکونو د استولو اړتيا نه ويني.

د آلمان خبري آژانس له واشنګتن څخه په خپل رپوټ کې د پنتاګون د دغې غوښتنې په هکله د سپينې ماڼۍ د تصميم څخه خبر ورکړی. ترمپ په دې اړه ويلي دي: «هر کله چې ضرورت وو، زه به هرومرو سيمې ته نور سرتيري استوم.»

ترمپ د خپلو خبرو په دوام ويلي دي: «خو زما په آند د نوو سرتيرو اړتيا نشته. زه په واقعيت دا ډول يوې اړتيا باندې باور نه لرم.»

«ايران يو ډير خطرناک هيواد»

د آلمان خبري آژانس په خپل رپوټ کې زياتوي چې ترمپ، ايران يو «ډير خطرناک» هيواد ارزوي او ايران ته د «ترور ملت» نوم کاروي، خو له دې ټولو سره سره سيمې ته د لاډيرو امريکايي ځواکونو د استولو ضرروت نه احساسوي.

ترمپ په عين حال کې ټينګار کړی چې د ايران د ګواښونو پر وړاندې که د هر څومره سرتيرو د اړتيا تشخيص وشي، سيمې ته به يې واستوي.

له ايران سره کړکېچ ته په کتو سره سيمي ته د اضافي ځواکونو د لېږلو فکر پيدا شوی وو. د امريکا د دفاع سرپرست وزير پاتريک شاناهان د پنجشنبې په ورځ په پنتاگون کي ويلي ول چې امريکا اساساً کولای شي چې منځني ختيځ ته نور عسکر ولېږي. خو دا چې سيمې ته په څه شمير کې د نوو ځواکونو د استولو اړتیا ليدل کيږي، شاناهان يې په اړه له معلوماتو ورکولو ډډه وکړه.

هغه ټينګار کړی وو چې د دغو ځواکونو د استولو موخه په سيمه کې د هغو امريکايي ځواکونو ساتل دي چي هلته مېشت دي، نه جنگ.

څلويښت کاله تررو

د امريکا د بهرنيو چارو وزير مايک پمپيو د می پر ۲۳مه نېټه د «فاکس نيوز» خبرې شبکې سره په مرکه کې وويل: «که چيري په سيمه کې د امريکايي اتباعو ژوند او د دغه هيواد ګټې له خطر سره مخامخ شي، په هغه صورت کې تاسو ډاډه اوسئ چې ولسمشر ترمپ به د مقابلې له پاره لازم ځواکونه چمتو کړي.»

پمپيو، د تهران حکومت يو داسي حکومت وباله چې په وينا يې په تيرو ۴۰ کلونو کې يې له ترور او تروريزم څخه ملاتړ کړی دی. هغه وويل: «د امريکا ولسمشر ترمپ، ټينګه اراده لري، چې د دې رژيم مسير ته بدلون ورکړي.»