1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

م.م. په کشمير کې د هند پر کړنو «ژوره انديښنه» ښوولې

۱۳۹۸ شهریور ۱۸, دوشنبه

د ملگرو ملتونو د بشري حقونو کمېسيون مشرې د کشمير د وضعې په اړه غږ پورته کړی. نوموړي ويلي دي چې په کشمير کې د هند کړنو سخته انديښمنه کړې ده.

https://p.dw.com/p/3PHzI
Indien Kaschmir-Konflikt
انځور: picture-alliance/AP Photo/D. Yasin

د ملگرو ملتونو د بشري حقونو کمېسيون مشرې ميشل باچيلت په ژنيو کې د دغه کمېسيون د غونډې د پرانيستو پر وخت وويل: «زه د کشمیريانو پر بشري حقونو د هند د حکومت د تازه کړنو د اغیزو په اړه ژوره انديښنه لرم.»

نوموړې پر نورو سربيره «پر انترنت او د سوله ایزو راټوليدو د حق د محدوديت او د سيمه ایزو فعالانو او سياسي مشرانو بندي کولو ته اشاره وکړه.»

د هند حکومت په کشمير کې د اگست له پنځمې نیټې څخه د دغي سيمې د نيمه خپلواک حیثيت د ختمولو تر پريکړې وروسته پر تليفوني شبکو او انترنت محدود بندیز لگولی دی.

د کشمير سيمه چې د پاکستان او هند تر منځ ويشل شوې ده او تر اوسه د دغه دواړو اتومي قدرتونو ترمنځ د دوو سترو جگړو لامل شوې ده.

د هند تر ولکې لاندې کشمير کې له لسیزو راهېسې وسله وال چې هند ادعا کوي پاکستان یې ملاتړ کوي، فعال دي. د ياغيانو په بريدونو او پوځ سره په مخامخ نښتو کې تر اوسه په لسونو زره انسانان وژل شوي چې زياتره یې ملکيان ول.

ميشل باچیلت وويل چې له هند او پاکستان دواړو یې غوښتي دي چې په سيمه کې د بشري حقونو ساتنه او درناوې وکړي. خو هغې زياته کړه چې «په ځانگړي توگه یې له هند څخه غوښتنه کړې ده چې گرځبندیزونه سست کړي، څو خلک بنسټيزو خدماتو ته لاس رسی ولري او د ټولو نيول شويو کسانو بشري حقونه دې په پام کې ونيول شي.»

نوموړې زياته کړه: «دا مهمه ده چې د کشمير خلک په هره هغه پريکړه کې چې د دوی پر راتلونکي اغیز لري، دخيل کړای شي او مشوره ورسره وشي.»

هغې دا څرگندونې په داسې حال کې کړي دي چې هندي چارواکو په کشمير کې د يکشنبې په ورځ گرځبندیز هغه وخت لا پسې سخت کړی وو چې شيعه مسلمانانو د محرم د يوې غونډې په ترسره کولو سره پر دغه ډول غونډو له بندیزه سرغړونه کړې وه.

په پام کې ده چې د پاکستان د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قريشي به د سه شنبې په ورځ د بشري حقونو کمېسیون ته وينا وکړي چې ښايي ټول تمرکز به یې پر کشمير وي.

باچيلت همدا راز د هند په آسام ايالت کې د تابيعت د جنجالي مقرراتو په اړه هم اندیښنه څرگنده کړه چې د منتقدينو په حواله ښايي موخه يې د برحاله هندو ناسيونالست گوند له خوا د مسلمانانو بې برخې کول وي. دې ته په اشارې سره چې ۱،۹ ميليونه کسان له يوه وروستي نوملړه چې د اگست پر۳۱ نیټه خپور شوی وو، ايستل شوي دي، باچيلت شکايت وکړ چې دا نوملړ د «وېرې او ناڅرگنتيا» لامل شوی دی.

هغې زياته کړه: «زه له حکومته غوښتنه کوم چې د استناف پروسې پر وخت ډاډمنه پروسه يقيني کړي او د اخراج او يا بندي کولو مخه ونيسي او خلک له بې تابيعته کيدو څخه وساتي.»

BS/NZ (AFP)

زموږ له آرشيف څخه: