1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

م.م : په روان کال کې جګړو تر ۱۶۲ زرو ډیر کسان بې ځایه کړي

۱۳۹۷ مرداد ۲, سه‌شنبه

د بشري چارو د همغږي له پاره د ملګرو ملتونو دفتر یا (UNOCHA) ویلي دي چې د روان کال له پیل راهیسې د افغانستان د جګړو له کبله تر ۱۶۲ زرو ډیر کسان له خپلو کورونو څخه بې ځایه شوي دي.

https://p.dw.com/p/31z4r
Afghansitan UNHCR startet Winterhilfe für Vertriebene im Westen
انځور: DW/Shoib Tanha Shokran

د ملګرو ملتونو دغې ادارې د دوشنبې په ورځ ناوخته په افغانستان کې د جګړو له کبله د بې ځایه شویو کسانو په اړه یو رپوټ خپور کړ چې پکښې راغلي دي چې د روان کال د جنوري میاشتې له پیل څخه بیا د جولای تر ۲۲مې نیټې پوري ټول ټال ۱۶۲۱۵۷ کسان د جګړو له کبله له خپلو کورونو بې ځایه شوي دي. په ډې ډله کې یوازې تیره اوونۍ ۷۷۰۴ تنه له خپلو سیمو تیښتې ته اړ شوي.

دا په داسې حال کې ده چې یوازې یوه میاشت مخکې په روان کال کې د افغانستان د بې ځایه شویو کسانو شمیر د ۳۰ زرو په شاوخوا کې وو. تیر کال هم د افغانستان جګړو ۴۴۵ زره کسان دې ته اړ کړي ول چې خپل کور کلی پریږدي او امنو ځایونو ته پناه یوسي.

افغان امنیتي ځواکونو او طالبانو یو پر بل باندې خپلو بریدونو ته زور ورکړی دی. کابل غواړي د جګړې په ډګر کې پر طالبانو باندې د فشار راوړلو له لارې دغه ډله د سولې خبرو اتړو ته اړ کړي. خو افغان امنیتي ځواکونه اوس یوازې د طالبانو پر ضد نه جنګیږي، بلکي باید د داعش جنګیالیو له خوا مخ په زیاتیدونکو ګواښونو ته هم ځواب ووایي.

په فبروري میاشت کې ولسمشر محمد اشرف غني، طالبانو ته د سولې وړاندیز وکړ او ژمنه یې وکړه چې د دې ډلې د مثبت ځواب په صورت کې به هغه د یوه سیاسي ګوند په توګه په رسمیت وپیژني او آن د اساسي قانون پر سر به ورسره بحثونه وکړي.

طالبانو بیا د غني دغه وړاندیز رد کړی او یو ځل بیا یې ټینګار کړی دی چې د بهرنیو ځواکونو تر وتلو پورې به خپلو بریدونو ته دوام ورکړي او خبرې اترې به هم یوازې له امریکا متحدو ایالاتو سره وکړي.