1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

م.م. ولي د افغانستان په بانک کې پرتې پېسې نه شي مصرولی؟

۱۴۰۰ بهمن ۱۵, جمعه

ملګري ملتونه وايي چې د افغانستان نړيوال بانک کې تقريباً ۱۳۵ میليونه ډالر لري خو د پروژو د عملي کولو له پاره يې نه شي کارولی. علت یې دا دی چې مرکزي بانک دغه پېسې په افغانيو نه شي بدلولای.

https://p.dw.com/p/46W0L
Dollar, Schmuggel, zwischen Afghanistan und Iran
انځور: Tasnim

د ملګرو ملتونو د افغانستان د پراختيايي پروګرام مشر عبدالله الدرداري د پنجشنبې په ورځ وويل چې ملګرو ملتونو افغانستان ته امريکايي ډالر انتقال کړي ول او هغه یې د افغانستان په نړيوال بانک کې د دې «څرګندې ژمنې د ترلاسه کولو وروسته هلته ساتلي ول چې مرکزي بانک به تازه رسېدلې پېسې په اتوماتيک ډول په افغانيو بدلې شي.»

نوموړي د « ACAMS Global Sanction Space Summit» په غونډه کې چې د بندیزونو او په دې تړاو د ديالوګ د کارپوهانو يو کنفرانس دی، وويل: «دا کار تر اوسه نه دی شوی.» هغه زياته کړه چې د ملګرو ملتونو د پراختيا پروګرام «۳۰ میلیونه ډالر هم د افغانستان په مرکزي بانک کې بند پاته دي او پر افغانيو نه شي بدليدلی او تاسې پوهيږئ چې بې له افغانيو موږ خپل پروګرامونه نه شو عملي کولی.»

طالبانو په افغانستان کې چېرته چې د ډالرو کارول ډېر عام ول، د بهرنيو اسعارو پر کارولو بندیز لګولی دی.

د افغانستان په ميلياردو ډالره او بهرنۍ پراختيايي مرستې له دې کبله کنګل شوي دي چې د طالبانو لاس ته ونه لويږي. نړيوال بانکونه هم د بندیزونو له وېرې افغانستان ته د پېسو د ليږدولو په برخه کې له احتېاط څخه کار اخلي. خو ملګري ملتونه او مرستندويه ټولنې هڅه کوي چې دغه هيواد ته په کافي اندازه نغدې پېسې انتقال کړي.

خو په دې منځ کې د امريکا متحده ايالاتو د مالیې وزارت د چهار شنبې په ورځ اعلان وکړ چې نړيوال بانکونه کولی شي افغانستان ته پېسې واستوي او مرستندويه ټولنې هم اجازه لري چې د ښوونکو او د روغتيایي چارو دولتي کارکوونکو معاشونه پرته د بندیزونو له ویرې ورکړي.

Afghanistan Afghanistan Bank in Kabul
انځور: Getty Images/AFP/M. Hossaini

په افغانستان کې د نغدو پېسو کمښت يوه ستونزه ده. الدرداري په نوامبر مياشت کې رويترز خبري آژانس ته ويلي ول چې په داسې حال کې چې د افغانستان اقتصاد د کابو ۴ ميلياردو ډالرو په ارزښت دی خو يوازې ۵۰۰ ميليونه ډالر په دوران کې دي.

مرستندويه ټولنو او د ملګرو ملتونو چارواکو ویلي دي چې ملګري ملتونه او نړيوال بانک د پېسو د بدلولو پر ممکنه لارو چارو بحث کوي.

الدرادي د پنجشنبې په ورځ وويل چې د دې دمخه به د بشري مرستو له پاره په نظر کې نيول شوې پېسې په بهر کې د يوه ميکانیزم له لارې ادا کيږي او «بيا په افغانستان کې دننه د سترو سوداګرو او ګرځنډه شرکتونو څخه د افغانيو په شکل کې راټوليږي.»

نوموړي همدا راز وويل چې په دې مورد کې د ميانمار له پروګرام څخه درس زده کیدلی شي.

ب. ص/ ن. ز (Reuters)

زموږ له آرشيف څخه: