1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

م.م.: له لسو څخه نهه کسان د ښځو په هکله مخکي قضاوت لري

۱۳۹۸ اسفند ۱۸, یکشنبه

وروستي رپوټونه ښيې، چې په نړۍ کې له لسو څخه نهه کسان د ښځو په اړه له مخکې قضاوت لري. د ملګرو ملتونو د پراختيا او رغاونې ادارې مسولينو په خپل رپوټ کي ويلي چې لوړ پوستونه اوس هم د نارينه و په لاس کې دي.

https://p.dw.com/p/3Z3Ep
Frauen in Führunspositionen
انځور: picture-alliance/dpa/T. Kleinschmidt

د نارينه و تر وړاندې د ښځو مساوي حقوقو له پاره د څوو لسيزو کوښښونو سره سره اوس هم په نړۍ کې ډيری کسان له ښځو څخه  نارينه پورته ګڼي. ملګرو ملتونو د پراختيا او رغاوني اداري په دي ورستيو کې د خپلو څيړنو پايلې کې جوته کړې او د ښځو نړيوالې ورځ (۸ مارچ) په درشل کي خپره کړې وه.

د دغه پروګرام رپوټ کي راغلي چې په نړۍ کې له لسو کسانو څخه يې نهه د ښځو په اړه له مخکې قضاوت لري. په ټوليزه توګه د نړۍ په  ۷۵ هيوادونو کي له خلکو پوښتنې شوې او نيماي پوښتل شوي کسان په دې باوردي چې نارینه د ښځو په پرتله په سیاسي ډګر کی ښه رهبران دي. ۴۰ سلنه يې بیا په اقتصاد کي د  مدیریت په برخه کي نارینه بهتر ګڼلي.

د ملګرو ملتونو د پراختيا او رغاونې پروګرام په رپوټ کي راغلي، چې ۲۸ سلنه پوښتل شويو ويلي، چې که نارينه خپله ښځه ووهي نو یو توجيه منونکي کار دی.

زياته شوې چي ډيری دغه ډول له مخکي قضاوتونه کولي شو په پاکستان، قطر، نيجر او زيمبابوي کي ووینو. په دغه نظرپوښتنه کي د مېرمنو په وړاندي تر ټولو لږ مخکي قضاوتونه د اندورا، سويدن، هالنډ، ناروي او نوی زيلاند کي دي.

آلمان  له مخکي قضاوت کولو نوم لړ کې په ښه ځای کې واقع دی. سره له دي د ملګرو ملتونو د پراختیا او رغاوني سازمان نظر پوښتنه ښيې چې ۶۳ سلنه پوښتل شوي کسان د ښځو په هکله له مخکي قضاوت لري. دغه مسله د ۵۵ سلنه نارينه و او ۷۰ سلنه ښځينه پوښتل شویو په نظرونو کې څرګنديږي.

دغه راز د ملګرو ملتونو د پراختيا او ودانولو پروګرام په خپل رپوټ کي د ښځو او نارينه و په لوړو پوستونو کي پلټنه کړې. که څه هم په ځينو برخو کي له نارينه و سره د ښځو برابري ليدل کيږي،خو لا هم لوړ پوستونه د نارينه و په لاس کې دي.

دغه موضوع بيا په سياست کی ډيره حاکمه ده او په ډيرې پارلمانونو کي د ښځو لږ شمیرې لاس وند دې. په اوس وخت کي د نړۍ له ۱۹۳ هيوادونو رهبرانو څخه يې ۱۰ تنه ښځې دي، له هغو څخه يوه يې هم د آلمان صدراعظمه انګيلا میرکل ده.