1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيانړیوال

«له حيوان څخه انسان ته د کرونا په څېر ناروغيو انتقال ډېريږي»

۱۳۹۹ تیر ۱۷, سه‌شنبه

ملگري ملتونه خبرداری ورکوي چې په راتلونکي کې به انسانانو ته د هغو ناروغيو لېږد زيات شي چې په اصل کې په حيواناتو کې موندل کیږي لکه د کوويد ۱۹ ناروغي.

https://p.dw.com/p/3etQA
Illustration Mikroskop Coronavirus
انځور: picture-alliance/Hollandse Hoogte

د ملگرو ملتونو د چاپيريال د پروگرام (UNEP) مشرې انگر اندرسن خبرداری ورکړی: «که موږ له حيواناتو څخه ناوړوه گټه پورته کولو او د ايکوسيسټم ويجاړو ته ادامه ورکړو، نو په راتلونکي کې له ژويو څخه انسانانو ته د ليږدېدونکو ناروغيو له يوه طوفان سره مخ کيدلی شو.»

د » څارويو د څېړنې د نړيوال انستيتويت» څخه د ويترنرۍ وبا پيژندونکې ديليا راندولف د کرونا په څېر وباو ته په کتو سره وایي: «په داسې حال کې چې په نړۍ کې ډېر خلک د کوويد ۱۹ سږو ناروغۍ رامنځته کيدو ته حيران دي، موږ چې د حيواناتو پر ناروغيو څېړنې کوو، حیران نه يوو. دا يوه داسې وبا ده چې وړاندوينه یې ډېره آسانه وه.»

د راندولف په خبره له ۱۹۳۰م لسیزې راهيسې په انسانانو کې د ناروغيو د شمير د زياتېدو «روښانه تمايل» لیدل کيږي او د دې ناروغيو کابو ۷۵ سلنه له حيواناتو څخه راځي. د ملگرو ملتونو د چاپيريال پروگرام او څارويو د څيړنې د نړيوال انستيتويت په يوه نوي رپوټ کې ويل شوي دي چې د دې ناروغيو ليږدونکي زياتره هغه څاروي دي چې په کورونو او فارمونو کې ساتل کیږي. په دې رپوټ کې زياته شوې چې د کرونا په څېر وباوې د کرهڼي، د غوښو د محصولاتو د تقاضا ډېريدو او د ځمکې له توديدو سره تړلي دي.

SARS Bekämpfung China Tiere
يو چينايي کارکوونکی پر حيواناتو د ضد عفوني دوا پاشلو په حال کېانځور: picture-alliance/dpa

د اقليم بې ساري استثمار

د ملگرو ملتونو د چاپيريال د پروگرام د ځنگلي حيواناتو د برخې مشره دورين روبنسون انتقاد کوي چې په ځينو سيمو کې به د انسانانو فعاليتونه «هغه طبيعي ډال چې انسانان یې يو وخت د دې ډول ميکروبونو ساتل، له منځه يوړل شي.« په رپوت کې زياته شوې چې سربيره پر دې به د تودوخې درجه چې مخ پر زياتېدو ده، د میکروبونو د انتقال او خوريدو له پاره بهترين شرائط رامنځته کړي.

ورته ستر نقش د ښکار، تجارت او د غوښې د تقاضا د ډیريدو له کبله د ژويو زياتېدونکې استثمار لري.

د کرونا ويروس چې اوس د نړۍ کابو ټولو هېوادونو ته رسیدلی دی، احتمالاً د ماښام څکالي څخه يوه بل حیوان او بيا انسان ته لیږدول شوی دی. ايبولا او میرس هم له ژويو څخه انسانانو ته انتقال شوي دي.

bs/nz (dpa, UNEP)