1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيانړیوال

م.م: د کرونا له وجې ډېر ماشومان نه دي واکسين شوي

۱۳۹۹ تیر ۲۶, پنجشنبه

په داسې حال کې چې د کرونا ويروس د واکسين موندلو هڅې روانې دي، په ټوله نړۍ کې لږ ماشومان د تيتانوس، شري او تورې ټوخي واکسين ترلاسه کوي. د روغتيا نړيوال سازمان او يونيسف په دې اړه خبرداری ورکړی.

https://p.dw.com/p/3fPD5
Symbolbild Impfung Kinder
انځور: picture-alliance/dpa/A. Ernesto

دواړو سازمانونو ویلي دي چې په ټوله نړۍ کې د هغو ماشومانو په شمير کې تر خطرناک حده کمښت راغلی چې دغه ژوند ژغورونکي واکسينونه ترلاسه کوي. د روغتيا د نړيوال سازمازن مشر تیدروس ادهانوم غيبريوسس وويل: «د عادي واکسيونو د نه کولو له کبله رامنځته کيدونکی کړاو او مړينې کيدای شي تر کرونا زياتې وي.»

نوموړي وویل چې د نه پاملرنې له وجې په تیرو میاشتو کې په څرگند ډول لږو ماشومانو ته د تيتانوس، شري، ديفتري، تور ټوخي او نورو ناروغيو واکسين ترلاسه کړي.

د درملو نه رسيدنه او د واکسين د پروگرامونو ځنډيدل

د دې په علتونو کې د کرونا پاندمي له کبله د واکسينو د پروگرامونو په چمتو کولو کې ځنډ او د درملو نه رسیدل شامل دي. د ملگرو ملتونو د ماشومانو د مرستې ادارې يونيسف د معلوماتو په حواله له ۸۲ پوښتل شويو هېوادونو څخه درې پر څلورمه برخې یې د واکسينونو په پروگرامونو کې پر نيمگړتياوې اعتراف وکړ.

تر۶۰ زياتو هيوادونو د شري واکسين د رسیدو په برخه کې د ستونزو څخه خبره وکړه. په نورو قضيو کې بیا کورنۍ د کرونا ويروس له کبله له کورونو وتلو ته چمتو نه وې. په ځينو مواردو کې د پېسو نه شتون د علت په توگه په گوته شوی.

اړونده موضوع: اروپا ځان ته ۴۰۰ ميليونه د کرونا د واکسين دوزونه خوندي‌ کړي دي

د روغتيا نړيوال سازمان او يونيسف پر لومړيو معلوماتو تکيه کړې او تر اوسه لا دقيقې شمیرې په لاس کې نه لري چې څومره ماشومان د کرونا وبا له کبله له ژوند ژغورونکو واکسینونو څخه بې برخې شوي دي.

د روغتيا نړيوال سازمان مشر غيبريوسس له میندو او پلرونو څخه غوښتنه وکړه چې خپل ماشومان واکسين کړي. نوموړي ټینگار وکړ: «واکسينونه د عامه روغتيا د تاريخ تر ټولو اغیزمنې وسيلې دي.» خو هغه وويل چې د کرونا بحران دغه لاسته راوړنه له خطر سره مخ کوي.

WHO in Genf | Coronavirus | Tedros Adhanom Ghebreyesus
د روغتيا د نړيوال سازمان مشر له ميندو او پلرونه وغوښتل چې خپل اولادونه واکسين کړيانځور: Getty Images/AFP

د يونيسف اجرائيوي مشرې هنريتا فوره هم په دې ترڅ کې وويل: «واکسين د کوويد – ۱۹ ناروغۍ پر مهال په يوه ستره ننگونه بدل شوی دی.« نوموړې وویل: «موږ بايد د واکسين پروگرامونه نور هم پياوړي کړو او د دې زمينه مساعده کړو چې د واکسين دغه کچه نور پسې خرابه نه شي او نورې ناروغۍ د ماشومانو ژوند ونه وگواښي. موږ نه شو کولی يو روغتيايي بحران پر بل بدل کړو.»

لاسته راوړنې کيدای شي له منځه ولاړې شي

د ملگرو ملتونو او روغتيا نړيوال سازمان د نويو سروې گانو په حواله کيدای شي د واکسين مخ پر ځوړه کچه، د ناروغيو سره مبارزې د برخې پرمختگونه او برياوې له منځه يوسي.

خو د واکسين کچه بې له کرونا هم له يوې لسيزې راهيسې يو څه سسته شوې ده. زياته شوې چې د مثال په توگه په لاتين امریکا او کاريبک کې د واکسينو تاريخي لوړه کچه په دې وروستيو کې ټيټه شوې ده. په هايتي، بوليويا او وينزويلا کې په تیرو لسو کالونو کې دغه کچې ۱۴ سلنه شاتگ کړی دی.

د دواړو سازمانونو د معلوماتو په حواله په ۲۰۱۹م کال کې کابو ۱۴ میليونه ماشومانو مهم واکسينونه نه دي ترلاسه کړي. د دې ماشومانو دوه پر دريمه برخه یې په دې هيوادونو کې اوسي: انگولا، برازيل، د کانگو جمهوريت، ايتوپيا، هند، اندونیزيا، مکسيکو، نايجيريا، پاکستان او فلېپين.

زموږ له آرشيف څخه: