1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

م.م : د ماشوم مهاجرو نيمه برخه له ښوونځي محرومه ده

۱۳۹۸ شهریور ۸, جمعه

تېښتې او مهاجرت په نړيواله توګه د ګڼ شمېر ماشوم مهاجرو پر زده کړو زياتي منفي اغېزې شيندلي دي. د UNHCR وايي چي د ماشوم مهاجرو نيمه برخه له ښوونځي محرومه ده.

https://p.dw.com/p/3Ol0f
Symbolbild Schule Geflüchtete Kinder
انځور: AFP/Getty Images/F. Senna

په نړۍ کي په ټوليزه توګه ۷،۱ ميليون ماشومان له خپلو کورونو څخه بېځايه سوي او مهاجر دي. له دغو څخه ۳،۷ ميليونه يعني تر نيمايي زيات يې ښوونځي ته لاسرسی نه لري. دا اعداد او شمېرې د مهاجرو له پاره د ملګرو ملتونو د عالي کميسارئ UNHCR په کلني تعليمي راپور کي راغلي دي.

د مهاجرو له پاره د ملګرو ملتونو سازمان کميسار فيليپو ګراندي د دغه راپور په هکله د معلوماتو وړاندي کولو پر وخت وويل: »موږ به مهاجرو ته پړه اوسو، که موږ هغوی ته امکانات نه ورکړو چي د راتلونکي له پاره ځان په وړتياؤ او پوهې سنبال کړي.«

ګراندي زياته کړه چي که د مهاجرو ماشومانو ته د زده کړي آسانتياوي برابري سي، نو دا به د مهاجرو د کوربه هيوادونو په ګټه هم وي. هغه وويل: »موږ بايد د مهاجرو په تعليم کي پانګونه وکړو او يا به يې عواقب ته تيار واوسو. هغه دا چي موږ د ماشومانو داسي يو نسل ولرو چي وروسته به خپل ټول ژوند نورو ته اړ وي، کار به نه سي موندلای او د خپلې ټولنې په بډاينه کي به برخه نه سي اخيستلای.«

نژدې څلورمه برخه عالي ښوونځيو ته ځي

د ياد سازمان په راپور کي راغلي چي د نړۍ له ټولو ماشومانو څخه ۹۱ سلنه يې و ابتدايي ښوونځي ته ځي. خو د ابتدايي ښوونځي په عمر کي د مهاجرو له ماشومانو څخه صرف ۶۳ سلنه دغه امکان لري. هغه ماشوم مهاجر چي د ابتدايي ښوونځي د عمر څخه يې سن زيات وي، د هغوی له پاره و عالي ښوونځيو ته رسېدګي حتی لا کمه ده. په داسي حال کي چي د ټولې نړۍ ۸۴ سلنه ماشومان دا ډول تعليم تر لاسه کوي، د ماشوم مهاجرو له سلو څخه صرف ۲۴ يې د ابتدايي ښوونځي وروسته تعليم ته امکانات لري.

په داسي حال کي چي په ټوليزه توګه په نړۍ کي ۳۷ سلنه انسانان تحصيل ته لاس رسی لري، په مهاجرو کي صرف درې سلنه يې د تحصيل امکانات ترلاسه کوي.

په راپور کي راغلي چي اکثره له تعليم څخه بې بېرخي ماشوم مهاجر په يوګاندا، سودان، ترکيه، پاکستان او لبنان کي ژوند کوي.

په ياد راپور کي د برياؤ خبره هم سوې ده او پکښي راغلي چي د بېلګي په توګه کينيا، پاکستان او يا مکسيکو دولتونه زياتي هڅي کوي چي د مهاجرو ماشومان هم ښوونځي ته لاره پيدا کړي. ترکيه چي د ۳،۷ ميليونو مهاجرو کوربه هيواد دی د يو ميليون مهاجر ماشومانو له پاره يې د ترکي ژبي د زده کړي يو پروګرام جوړ کړی چي په ترڅ کي يې ښوونيز مواد او نصاب جوړ سوی او زيات شمېر نوي ښوونکي استخدام سوي دي.

دا د دې له پاره چي د مهاجرو زيات ماشومان په عامو ترکي ښوونځيو کي د درس ويلو امکانات په لاس راوړي.

کميسار ګراندي غوښتنه وکړه چي نړيوال بايد د ماشوم مهاجرو د ښوونځي له پاره زياتي پيسې ځانګړي کړي. د هغه په وينا د دغو ماشومانو تعليمي اسنادو د په رسميت پېژندلو پروسې هم بايد آسانه او چټکي کړل سي، څو هغوی د کوربه هيوادونو و تعليمي نظام ته لاره په آسانه پيدا کړلای سي.

A.S:/N.Z./fab (dpa,afp,rtr)