1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

م.م: امریکا دې د ګوانتنامو له زندانیانو بښنه وغواړي

۱۴۰۲ تیر ۶, سه‌شنبه

د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې د ګوانتنامو په زندان کې د تیرو ناوړه چلندونو او په دغه «زندان کې د نیمګړتیاو» له پاره د حساب ورکولو غوښتنه کړې ده.

https://p.dw.com/p/4T7Pc
Militärgefängnis I Guantanamo
انځور: T. McCoy/U.S. Navy/Getty Images

د ملګرو ملتونو یوې پلټونکي پر امریکا غږ کړی، چې په ګوانتنامو زندان کې د بندیانو د شکنجې له امله بښنه وغواړي، د ناوړه چلندونو حساب کتاب یقیني کړي او په کیوبا کې د امریکا تر مشرۍ لاندې بدنام توقیف ځای وتړي.

د دوشنبې په ورځ د خپل راپور د خپرولو پر وخت، د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې او پلټونکي فیونلا نی اولین، د متحده ایالاتو د ولسمشر جو بایډن له ادارې څخه مننه وکړه، چې د دې کال په پیل کې یې زندان ته د لاسرسي اجازه ورکړه، خو هغې د بندیانو پر وړاندې د سرغړونو د مخنیوي پر اړتیا هم ټینګار وکړ.

اړوند مطالب:

سور صليب: د ګوانتانامو زندانيان د چټکې زړېدنې نخښي ښيي

په رپوټ کې څه دي؟

نی اولین وویل، د ګوانتنامو په پټو تاسیساتو کې د بندیانو شکنجه کول چې د «تورو خونو» په نوم پیژندل کیږي، د سپتمبر ۱۱ د بریدونو قربانیانو له پاره د عدالت د تامین په لاره کې «یوازینی خورا مهم خنډ» دی.

نی اولین د ملګرو ملتونو لومړنۍ خپلواکه پلټونکې ده، چې د ګوانتانامو زندان څخه لیدنه کوي. د خپل راپور په وړاندې کولو سره، هغې وویل، چې اوس هم په دغه زندان کې بنديان ۳۰ تنه له «ظالمانه، غیر انساني او سپکاوي» سره مخ دي.

اړوند مطالب:

«عربي اماراتو تر دوو زرو ډېر افغانان توقيف کړي»

فيونلا ني اولین یو ایرلنډی ده، هغه د حقوقو پروفیسوره او د ملګرو ملتونو ځانګړې پلټونکې ده. هغې په ​​یوه خبري کنفرانس کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا ته د خپل ۲۳ مخیز راپور د خپرولو پر مهال وویل، چې په نیویارک، واشنګټن او پنسلوانیا کې د ۲۰۰۱ کال بریدونه «د بشریت ضد جنایتونه» وو چې شاوخوا درې زره کسان پکې ووژل شول.

خو هغې زياته کړه، په داسې حال کې چې د سپټمبر د يوولسمې له بريدونو وروسته د امريکا د شکنجې او د تورنو عاملينو او د هغوى د همکارانو غير قانوني توقيف د بشري حقونو له نړيوال قانون څخه سرغړونه ده، په ډېرو  حالاتو کې قربانيان او ژوندي پاتې شوي کسان له عدالت څخه بې برخې دي، ځکه چې د شکنجې له لارې ترلاسه شوي معلومات په محاکمه کې نه کارول کېږي.

د متحده ایالاتو د جرمونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکوونکی فیونوالا نی اولین، د ګوانتانامو له بندیانو درملنه
د متحده ایالاتو د جرمونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکوونکی فیونوالا نی اولین، د ګوانتانامو بندیانو درملنه انځور: Bianca Otero/Zuma Wire/dpa/picture alliance

په زندان کې ناوړه چلند دوام لري

د نی اولین په راپور کې ویل شوي، چې په  زندان کې دننه «بد او ناوړه چلند دوام لري». په زندان کې د ودانيزو نیمګړتیاوو په ګډون، د روزنې عملیاتي طرزالعملونو، روغتیايې پاملرنې، د کورني مشاورت، د عدالت له پاره د بندیانو د حقونو نه پوره کول او د منظم خپل سري سیسټم په څېر نیمګړتیاوې هم په ګوته شوي دي.

د خبریالانو سره په خبرو کې، نی اولین وویل، چې هر زنداني چې دا ورسره مخامخ شوې، د «شکنجې، غیرقانوني توقیف او ناوړه چلند» له امله نه ختمیدونکي زیان سره ژوند کوي.

هغې څرگنده کړه: «ما وليدل چې له دوو لسيزو توقيف وروسته هم د بنديانو کړاوونه لاپسې ژور شوي او دوام لري.»

اړوند مطالب:

بايدن غواړي چې د ګوانتانامو زندان وتړي

د بخښنې نړیوال سازمان وايي، وروستی راپور پر «نيوکو راڅرخي»او د توقیف د دغه مرکز تړلو اړتیا په ګوته کوي.

د دې سازمان مشرې اګنیس کالومارډ وویل چې د زندانونو د تړلو، د متحده ایالاتو له چارواکو څخه د حساب غوښتلو او د امريکا د حکومت له خوا د بندیانو سره د ناوړه چلندونو د جبران غوښتنې یې ډېري پخواني دي.

د امریکا غبرګون

د بایډن اداره استدلال کوي چې د زندان د تړلو په موخه د زندانيانو د شمير کمولو له پاره کار کوي، خو نوموړي هم د دغه وروستي راپور په اړه توند غبرګون وښود.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو په شورا کې د امریکا سفیر مایکل ټیلر، د دغه راپور په غبرګون کې ویلي: «موږ ژمن یو چې په ګوانتانامو کې له بندیانو سره د نړیوالو او د امریکا له کورنیو قوانینو سره سم خوندي او انساني چلند وکړو.»