1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ملګري ملتونه: سیلابونو تر ۱۲۲۰۰۰ ډیر افغانان مرستې ته اړ کړي

۱۳۹۷ اسفند ۲۹, چهارشنبه

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو ادارې ویلي دي چې په افغانستان کې وروستیو سیلابونو تر ۱۲۲۶۰۰ ډیر کسان مرستو ته اړ کړي دي. په وروستیو میاشتو کې د افغانستان په ډیرو برخو کې سیلابونه راغلل.

https://p.dw.com/p/3FL4G
Afghanistan Erdrutsch Naturkatastrophe Badakhshan Provinz
انځور: picture alliance/dpa

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږي کوونکي ادارې د سه شنبې په ورځ (د ۲۰۱۸م کال د مارچ ۱۹مه) ناوخته په یوه اعلامیه کې ویلی دي چې سیلابونو د افغانستان د ۳۴ ولایتونو څخه ۱۴ یې زیانمن کړي دي. د دې سیلابونو له کبله په زرونو کورونه ویجاړ یا زیانمن شوي دي.

په ژمي کې د افغانستان په بیلابیلو برخو کې د سختو سیلابونو له کبله، د ډیرو سیمو اړیکه د افغانستان له نورو برخو سره پرې شوي وه. دې موضوع داسې اندیښنې ډیرې کړي دي چې په پسرلي کې به هم په بیلابیلو سیمو کې سیلابونه وي.

تر اوسه پورې په روان کال کې سیلابونو ۶۳ کسان وژلي دي. د هرات ولایت ویاند عبدالاحد ولي زاده، ویلي دي چې یوازې په دې ولایت کې د سیلابونو له کبله د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۳ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

ms/sr (AP)