1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ملگري ملتونه: په افغانستان کې د سترې قحطۍ مخه ونیسئ

۱۴۰۰ آبان ۸, شنبه

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د رسونې مشر د نړۍ شلو لويو اقتصاد لرونکو هیوادونو غونډې ته په یو سخت پيغام کې د افغانستان په اړه خپله انديښنه ښکاره کړه.

https://p.dw.com/p/42N3T
Afghanistan Kabul - Wegen Krieg und Dürre umgesiedelte Familen
انځور: DW/S. Tanha

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د رسونې مشر مارتين ګريفيتس د افغانستان په اړه خپله دغه انديښنه د جمعې په ورځ (د ۲۰۲۱ م کال د اکتوبر میاشتې پر ۲۹مه) له اسوشتید پریس خبري آژانس سره په يوه مرکه کې داسې وخت شريکه کړې چې په افغانستان کې سوړ ژمی هم رانژدې شوی دی او په ځینو سیمو کې لومړنۍ واورې هم وریدلي دي. هغه ویلي چې «په افغانستان کې [لومړني] ضرورتونه خورا ډیر شوي وي.»

د ملګرو ملتونو دغه لوړ رتبه مامور وويل چې په افغانستان کې د پنځو کلونو د ښکته عمر ماشومانو نیمايي يې د خوارځواکۍ له حاد وضعیت سره مخ دي او له بلې خوا په هر ولایت کې په انفرادي توګه د شرې یا سرخکان ناروغۍ خپره شوې چې هغه يې وضعیت «سور څراغ» وښود.

ګريفيتس په افغانستان کې د خوراکي موادو د کمښت څخه خبرداری ورکړ او ویې ویل چې په انسانانو کې لومړی خوارځواکي رامنځ ته کیږي، بيا د ناروغۍ او بيا د مړينې لامل ګرځي. هغه زیاته کړه چې «د اصلاحي عمل په نه شتون» کې به نړۍ په افغانستان کې ډیر مرګونه وويني.

Afghanistan | Welternährungsprogramm der UN in Kandahar
د خوراک نړیوال سازمان وړاندوينه کوي چې ۱۲ میلیونه افغانان به خوراکي مرستو ته اړتیا ولريانځور: Sanaullah Seiam/Xinhua/picture alliance

ګريفيتس په خبره چې اوس مهال د خوراک نړيوال پروګرام، په افغانستان کې د ۴ ميلیونه کسانو تغذیه کوي، خو هغه سخت ژمي رارسیدو او د افغانستان ناوړه اقتصادي وضعیت ته په کتو وړاندوينه کوي چې دوی باید له دې څخه درې برابره ډیرو کسانو یعنې ۱۲ میليونه وګړو ته خوراکي مواد برابر کړي چې پر وینا یې دا «دروند بار دی.»

د خوراک نړیوال سازمان روانه اوونۍ د ۲۰۰ میليونه ډالرو اپيل وکړ تر څو په افغانستان کې خپل ماموریت د روان میلادي کال تر پايه پورې مخته یوسي. ګريفيتس له بډایه هیوادونو څخه دغه غوښتنه داسې وخت کې کړې چې د اګست په نیمايي کې واک ته د طالبانو له رسیدلو وروسته د ملګرو ملتونو او اروپايي ټولنې په ګډون، ګڼ شمیر هیوادونو افغانستان سره خپلې پراختیايي مرستې د تعلیق په حال کې راوستلي. دا یو ناهیلی کونکی وضعیت دی په داسې حال کې چې حاضردمه افغانستان ته د بشری مرستو د رسولو له پاره دغه هیواد ته د پیسو د انتقال سخته اړتیا موجوده ده.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د رسونې مشر مارتين ګريفيتس یادونه وکړه چې اروپايي اتحادېې د مخه شاوخوا سل ميلیونه ډالر د بشري مرستو له پاره ليږدولي کړي دي.

مارتين ګريفيتس وايي د افغانستان موجوده بحران، په ورستیو کلونو کې د دوه ځله پراخو وچکالیو، د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د جګړو پر مهال د خدماتو په وړاندې کولو کې ځنډ او خنډ راتلل او د اقتصادي سقوط، پايلې دي.

ر/م.ک.ص./ا.خ.ح.