1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

 م.م.: له اوکراینه تر اوسه څلورنیم میلیونه خلک مهاجر شوي

۱۴۰۱ فروردین ۲۲, دوشنبه

د مهاجرت په چارو کې د ملګرو ملتونو کمشنرۍ د دوشنبې په ورځ وويل چې د اوکرایني مهاجر شمیر ۴ نیم میلیون کسانو ته رسيدلی دی. په دې ترڅ کې تر ټولو ډیر مهاجر ګاونډي هیواد پولند او بیا رومانیا ته رسیدلی دي.

https://p.dw.com/p/49lGK
Flüchtlingsaufnahmezentrum am Flughafen Tegel
انځور: Steffi Loos/AP/picture alliance

له اوکراين څخه د مهاجرت دغه لړۍ د فبروري له ۲۴مې چې روسېې پر دغه هیواد یرغل وکړ، پيل شوې ده. د مهاجرو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمیشنرۍ یا (UNHCR) د دوشنبې په ورځ (د اپریل ۱۱مه) وويل چې د فبروري له ۲۴مې تر اوسه له اوکراين څخه د وتلو کسانو شمیر ۴ میلیون او ۵۰۳ زره او ۹۵۴ تنو ته رسيدلی دی.

د خبري آژانسونه په حواله، دغه ارقام په ژنیف کې یو ان ایچ سي آر په خپل آنلاین پورتال کې چې هره ورځ له اوکراين څخه د وتونکو افرادو ارقام خپروي، خپاره کړي دي.

کوم هیواد ته ډير مهاجر تللي؟

تر ټولو ډیر مهاجر ګاونډي هیواد پولند ته رسيدلي چې شمیر ېې شاوخوا ۲ اعشاريه ۶ ميليونه ښودل شوی دی. په دوهم ځای کې رومانیا قرار لري چې له ۶۸۶ زور ډير اوکرایني مهاجر ورغلي دي. هنګري ته بیا څه باندې ۴۱۹ زره مهاجر رسیدلي دي.

خو یو ان ايچ سي آر، یادونه کړې چې د اروپايي ټولنې پر سرحدونو ډير لږ کنټرول موجود دی له دې کبله باور کوي چې لومړي هیواد ته د رسیدلو مهاجرو له ډلې څخه «په یو لوی شمیر کې خلک» د اروپايي اتحاديې نورو غړو هیوادونه ته تللي دي.

دغه اداره وايي چې پر دغو سرحدونو اوښتي مهاجر راجستر شوي نه دي او همدارنګه هغه افراد چې بیرته اوکراين ته ستانه شوي دي د هغو ارقام هم ثبت شوي نه دي.

په ماريوپول کې بند پاتې ملکيان

دا په داسې حال کې ده چې په ماريوپول ښار کې لا هم ملکيان بند پاتې دي او د روسي ځواکونو بريدونو له دغه ښار څخه د بشري کوریدونو له طریقه د ملکیانو د ایستلو پروسه سخته کړې ده.

Ukraine Krieg | Zerstörung in Mariupol
د ماريوپول په جګړه ځپلي ښار کې تخریب شوي ساختمانونهانځور: Sergei Bobylev/TASS/dpa/picture alliance

تر شنبې ورځې پورې لا روښانه نه وه چې په دغه ښار کې چې څلور لکه او ديرش زره نفوس لري، په څه شمیر کې خلک بند پاتې دي. اوکرايني چارواکو د دغو کسانو شمیر شاوخوا ۱۰۰ زره ښودلی خو د بریتانیا د دفاع وزرات چارواکو د اوونۍ په پیل کې ويلي وو چې په ماريوپول بندري ښار کې ۱۶۰ زره کسان بند پاتې دي.

سربیره پر دې چې ماريوپول له خاورو سره خاورې شوی دی، خو اوکرايني ځواکونو يې روسي ځواکونونو ته د تسلیمدو غاړه کښېنښوده.

ځايي خلک څه وايي؟

یوه ځايي اوسیدونکي سيرګي پيتروف، رويټرز ته وويل چې دوه ګولۍ يې څنګ ته په ځمکه ولګيدې خو ونه چاودیدلې. هغه وویل چې هغه وخت په خپل ګراج کې پټ وو. پيتروف وويل وروسته يې مور ورته وويل چې «ته یو ځل بیا وزيږېدې.»

پيتروف زیاته کړه: «یوه ګولۍ چې په دوه برخو ويشل شوې وه راغله خو ونه چاوديده. کله چې بله ګولۍ راغله او په ګراج باندې ولګيده ټکان مې وخوړ، نور پوه نه شوم چې څه پيښ شول، د ګراج له سوري څخه دودونه پورته شول...تر هغه وروسته مې هر څه پريښودل او وتښتیدم. څو ساعته وروسته چې بیرته راغلم، هلته یوه بله ناچاودلې ګولۍ هم پرته وه.»

د روسي ځواکونو د حملو ادامه

دا په داسې حال کې ده چې تیره ورځ د روسيې دفاع وزارت ويلي وو چې د اوکراین په ختيځ او سويل کې يې د اوکراين د هوا دفاعي سیستمونه S-300 په نښه کړي دي.

د روسېې د پوځ ویاند، ایګور کوناشینکوف، ويلي وو چې دوی دغه سیستمونه له هوا څخه ويشتونکو توغنديو په ذریعه په نښه کړي دي.

هغه همدارنګه وویل چې له سمندر څخه د توغول شوو کروز توغنديو په نتیجه کې ېې د اوکراين په دنيپرو سیمه کې د ېوه پوځي واحد قومانداني هم له منځه وړې ده. خو خبري سرچينې وايي چې د روسېې دغه ادعاوې په خپلواکه توګه نه شي تائیدولی.

آ/م.ک.ص./ن.ز.