1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

م م: د افغانستان اوسني واکمنان باید د بشري حقونو مکلفیت ومني

حسین سیرت | شبنم الکوزۍ
۱۴۰۲ آذر ۱۹, یکشنبه

ملګري ملتونه وايي طالبان باید په افغانستان کې د بشري حقونو ژمنې ومني او ملاتړ یې وکړي. خو طالبانو له نړیوالو فشارونو سره سره په افغانستان کې د بشري حقونو له برابرولو سره موافقه نه ده کړې.

https://p.dw.com/p/4Zz9R
یوناما په افغانستان کې
یوناما په افغانستان کېانځور: Denis Balibouse/REUTERS

د بشري حقونو د نړیوالې ورځې د ۷۵مې کلیزې په مناسبت یوناما یا "په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي" په افغانستان کې له واکمنو ډلو غوښتي چې بشري حقونو ته درناوی وکړي.

دبشري حقونو نړیواله اعلامیه د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلې له خوا د ۱۹۴۸ کال د سپټمبر په ۱۰ مه تصویب شوه او افغانستان یې د تصویب ملاتړ وکړ.

که څه هم د طالبانو حکومت واک ته له رسېدو مخکې د بشري حقونو د ارزښتونو د رعایتولو ژمنه کړې وه، خو د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې یې له واکمنۍ راهيسې په لویه کچه بشري حقونه په ځانګړې توګه د ښځو حقونه تر پښو لاندې او محدود کړل.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ماموریت مرستیال ټینګار وکړ چې د بشری حقونو د نړیوالې اعلامیې له مخې، ټول انسانان ازاد زیږیدلي او مساوي کرامت او حقوق لري. او د افغانستان اوسني واکمنان باید د همدې اصولو پر بنسټ له خلکو سره چلند وکړي.

افغانستان چې د بشري حقونو د نړیوالې اعلامیې یو له تصویب کوونکو څخه دی، د خپلو اختیاري او اضافي کنوانسیونونو او پروتوکولونو په ګډون د بشري حقونو له مهمو نړیوالو سندونو سره یو ځای شوی دی. نو ځکه د نظامونو بدلون د بشر د حقوقو د نړیوالې اعلامیې د نه مراعاتولو دلیل نه شي کیدای.

د دې ورځې په مناسبت د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې روزا اوتونبایوا وویل: « زه غواړم اوسنیو چارواکو ته یادونه وکړم چې افغانستان د بشري حقونو د نړیوال کنوانسیون غړیتوب لري چې د نړیوالو قوانینو یوه لازمي برخه ده. او افغانستان په دې کې تاریخي رول لوبولی دی.»

اوتونبایوا زیاته کړه «اوسني چارواکي دواړه قانوني مکلفیت لري او د ټولو هغو کسانو لپاره چې په افغانستان کې ژوند کوي د خپلو بشري حقونو، په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو د حقونو د ساتنې او پیاوړتیا په برخه کې مسئولیت لري.»

په دغه بیانیه کې راغلي چې د ۲۰۲۱ کال له اګسټ وروسته د امنیتي وضعیت له ښه کېدو او د وسله والو جګړو له کمېدو سره سره په افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت کړکېچن دی. د بیان له مخې "د اوسنیو چارواکو د بشري حقونو ریکارډ په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو په وړاندې د دوی د سیستماتیک تبعیض نښه ده چې د ورځني ژوند له ډیری اړخونو څخه محروم دي."

یوناماویلي چې د ښځو او نجونو پر حقونو د سختو محدودیتونو د لګولو سربیره، د غیر قضایي وژنو، شکنجې او ناوړه چلند، په خپلسري توقیفونو او د بندیانو له حقونو څخه د نورو سرغړونو دوسیو ثبتولو ته دوام ورکوي.

د یوناما د دې اعلامیې له مخې، په ځانګړې توګه هغه ښځې او نجونې چې د بشري حقونو څخه دفاع او خبرې کوي، له خپل سرو نیونو، شکنجې، ګواښونو او سانسور سره مخ دي.

ایا افغانستان کې پخواني افغان سرتیري خوندي دي؟

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د عالي کمېشنرۍ استازې فیونا فریزر په دې بیان کې ویلي: «د بشري حقونو نړیواله ورځ په داسي حال کې لمانځو، چې موږ د بشري حقونو هغو افغان مدافعینو ته چې ډېری یې د بشري حقونو د ساتنې لپاره درنه بیه پرې کړې، درناوی کوو. د نړیوالې اعلامیې بنسټیزو اصولو سره، موږ بشري حقونه لکه سوله، عدالت او ازادي ادا کوو او پیوستون څرګندوو."

د ملګرو ملتونو دغه غوښتنه د افغانستان له اوسنيو واکمنانو څخه کېږي، چې د بشري حقونو ډېر ارزښتونه نه مني او په دغه هېواد کې حاکم قوانين يوازې د اسلامي شريعت پر بنسټ په خپل تعبير سره پلي کوي.

څو ورځې وړاندې ملګرو ملتونو د بشري حقونو او د ښځو د حقونو د څلورو ښځینه فعالانو پر نامعلوم وضعیت اندېښنه وښوده. دغه فعالانې د طالبانو له خوا بندیانې دي چې د هغوی د بې قید او شرطه خوشې کېدو غوښتنه یې کړې ده.

 

شبنم الکوزۍ له دویچه ویلې سره په پښتو او دري ژبو د مولټي میدیا خبریالې په توګه کار کوي.@dwalokozai