1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ملګري ملتونه: تيرکال مرستندویانو ته تر ټولو خونړی کال و

۱۴۰۳ مرداد ۲۹, دوشنبه

د ملګرو ملتونو سازمان د رپوټ پر بنسټ په ۲۰۲۳م کال کې د وژل شوو مرستندویانو شمیر په بې ساري ډول لوړ و. د دغه سازمان د بشري مرستو همغږې کوونکي دفتر افغانستان هم د مرستندویانو له پاره یو له خطرناکو ځایونو بللی دی.

https://p.dw.com/p/4jdgw
Nahostkonflikt
انځور: Mahmud Hams/AFP/Getty Images

د ملګرو ملتونو د بشردوستانه مرستو همغږې کوونکي دفتر «اوچا» د دوشنبې په ورځ په ژنیف کې وویل چې تیر کال په ۳۳ هیوادونو کې ۲۸۰ مرستندویان وژل شوي دي. تر نیمایي ډیر د دغو کسانو په غزې تړانګه کې د مرستو رسولو پرمهال وژل شوي دي.

همدارنګه د روان میلادي کال له پیل څخه د اګست تر اومې نیټې پورې ۱۷۲ مرستندویانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

ملګرو ملتونو ویلي دي چې د دا ډول پيښو له ثتیدو راهیسې هیڅکله هم په یوه کال کې د ۲۰۲۳م کال په څیر په دومره لوړ شمیر کې مرستندویان د خپلو دندو ترسره کولو پر مهال نه دي وژل شوي.

د ملګرو ملتونو سازمان هر کال دغه شمیرې د اګست مياشتي پر ۱۹ د بشري مرستو د نړیوالې ورځې په مناسبت خپروي.

د ملګرو ملتونو سازمان ولي دي چې اکثره قربانیان د نوموړي سازمان سیمه ایز کارمندان ول. حتی په غزې تړانګه کې هم همداسې وه. د دغه سازمان په حواله ډیر شمیر وژل شوو مرستندویانو په غزه کې د اسرائیل د هوایي بریدونو پر مهال خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

همدارنګه په سوډان او سویلي سوډان کې شخړې هم په ۲۰۲۳ او ۲۰۲۴ کلونو کې د دغو تلفاتو په زیاتیدو کې نقش لري.

په افغانستان کې وضعیت څنګه دی؟

اوچا ویلي دي چې اوس ۳۵۰۰۰ مرستندویان د افغانستان په تر ټولو لیري پرتو سیمو کې خلکو ته مرستې رسوي.

نوموړي سازمان ویلي دي چې افغانستان له ډیرې مودې راهیسې د مرستندیانو له پاره یو له خطرناکو هیوادونو څخه وو او غالباً د مرستندویانو له پاره یو له پنځو خطرناکو سیمو څخه شمیرل کیږي.

د نوموړي سازمان په حواله که څه هم د ۲۰۲۱م کال له اګست مياشتي وروسته په دغه هیواد کې تاوتریخوالی کم شوی دی، خو مرستندیان له جدي ننګونو سره مخامخ دي.

اوچا ویلي دي چې د افغانستان خلکو ته د مرستو رسولو له پاره یوازې ۲۵ سلنه بودیجه تامينه شوې ده او اړمنو کسانو ته د مرستو رسولو له پاره یې د لا زیاتو مالي مرستو غوښتنه کړې ده.

آژانسونه: ش.ن/ ن.ز