1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
تروريزم

ملګري ملتونه: تر ۳۰ زرو داعشیان په عراق او سوریه کې دي

۱۳۹۷ مرداد ۲۳, سه‌شنبه

د ملګرو ملتونو د دوشنبې ورځې یوه رپوت په حواله که څه هم د داعش ډلې پر وړاندې په سوریې او عراق پوځي بریاوې ترلاسه شوي، خو دغه ډله بیا هم په دې هیوادونو کې تر ۳۰ زرو پورې جنګیالي لري.

https://p.dw.com/p/337OD
Irak Islamischer Staat Propagandafoto
انځور: picture-alliance/Zuma Press

ویل کیږي چې په اوس وخت کې د داعش ترهګرې ډلې له ۳۵۰۰ څخه تر ۴۵۰۰ غړي په افغانستان کي دي او ورځ تر بلې یې شمیر مخ پر ډیریدو دی. دې ډلې په وروستیو وختونو کې په افغانستان کې د یو شمیر خونړیو بریدونو پړه پر غاړه اخیستې ده.

په عراق او سوریې کې د شته داعش جنګیالیو شمیر په څه نا څه یو شان دی. د ملګرو ملتونو د رپوټ له مخې د داعش په زرګونو تنه جنګیالي هغه کسان دي چې له نورو هیوادونو څخه له دې ډلې سره یوځای شوي دي.

د ملګرو ملتونو په رپوټ کې همدارنګه راغلي دي چې په سوریې او عراق کې له دغې ډلې سره د بهرنیو جنګیالیو د یوځای کیدو بهیر ډیر کم شوی دی او تر هغې ډیر کمزوری دی چې کارپوهانو یې وړاندوینه کوله.

د «اسلامي دولت» ډلې په ۲۰۱۴ م کال کې د عراق او سوریې پراخې سیمې تر خپل کنترول لاندې راوستې او د دې ډلې مشر ابوبکر البغدادي د خلافت اعلان وکړ. خو اوس په عراق کې نور نو هیڅ کومه سیمه د دې ډلې د جنګیالیو تر کنترول لاندې نه ده. په سوریې کې هم د داعش یا «اسلامي دولت» ډلې نفوذ په شدت سره کم شوی دی.

د ملګرو ملتونو کارپوهانو خبرداری ورکړی دی چې د هغو ناکامیو سربیره چې داعشیان ورسره مخامخ شوي دي، اوس هم کولی شي په سوریې کې ترور او بریدونه وکړي. په عراق کې هم د داعش ډلې ترهګریزو هستو په پټه خپل فعالیتونه جاري ساتلي دي.

د ملګرو ملتونو سازمان د رپوټ پر بنسټ په لیبیا کې هم د «اسلامي دولت» ډلې د فعاله داعشیانو شمیر له ۳۰۰۰ څخه تر ۴۰۰۰ پورې اټکل کیږي.