1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ملګري ملتونه: اقلیمي تغیر د انرژۍ امنیت تهدیدوي

۱۴۰۱ مهر ۲۳, شنبه

د برق تولید ډېري اوبه غواړي، خو د اقلیمي تغیر په ادامې سره اوبه راکمیږي. ځکه نو د هواپيژندني د جهاني آژانس(WMO) په حواله باید برق ډېر ژر د اوبو په عوض په باد او لمر په انرژۍ سره تولید او د اوبو څخه صرف نظر وسي.

https://p.dw.com/p/4I2rI
Deutschland Windräder nahe Garzweiler
انځور: Christoph Hardt/Geisler-Fotopress/picture alliance

دغه آژانس تیره سه شنبه په ژنیو کي وویل چي اقلیمي تغیر په ټوله نړۍ کي د انرژۍ امنیت تهدیدوي: د ګرمۍ سختي څپې او وچکالي د اوبو سطحه کښته کوي او دومره اوبه نه پاتیږي چي د اوبو برق د تولید یا اټومي دستګاوو د یخولو له پاره ورته ضرورت دی. پردې سربیره سخت بادونه او خرابه هوا د دنیا په ډیرو برخو کي زیربنا ته سخت تاوانونه رسوي، چي اکثرأ بندونه هم ورسره ماتیږي.