1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ملګرو ملتونو په افغانستان کې د دُرو سزا ختمولو غوښتنه کړې

۱۴۰۱ آذر ۲۶, شنبه

د ملګرو ملتونو سازمان کارپوهانو په افغانستان کې د خلکو په عامه محضر کې د اعدام او په دُرو وهلو سزا ختمولو غوښتنه کړې ده.

https://p.dw.com/p/4L5of
Afghanistan Charikar | Taliban-Sicherheitskräfte vor Fußballstadion bei öffentlichen Auspeitschung
انځور: AFP

په افغانستان کې د بشري حقونو په برخه کې د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارد بینیټ او د دغه سازمان نورو کارپوهانو د جمعې په ورځ په ژنیف کې وویل چې واکمن افراطي طالبان باید د اعدام سزا وځنډوي او په دُرو د وهلو سزا منع کړي.

د نومبر میاشتې له ۱۸ نیټې څخه د افغانستان په ډیر شمیر ولایتونو د هغو له ډلې څخه په تخار، لوګر، لغمان، پروان او کابل کې تر ۱۰۰ ډیرې ښځې او نارينه په دُرو وهل شوي دي. دوی هر یو یي د ادعا شوو جرمونو په تور د ۲۰ او ۱۰۰ ترمنځ په دُرو وهل شوي دي. په دې کې د غلا، نامشروع جنسي اړیکو او له ټولنیزو ارزښتونو څخه د سرغړونې تورونه شامل وو.

قصاص او په درو وهل، افغانستان ته د طالبانو د پخوانیو سزاګانو راګرځېدل

که څه هم د نامشروع جنسي اړیکو د جرم سزا د ښځو او نارينه و له پاره یو شان ده، خو بیا هم په عمل کې دغه سزا ډیری وختونه پر ښځو او نجونو عملي کیږي. په درو د وهل کیدو سزا اکثره وختونه د رسمي چارواکو په موجودیت کې د خلکو په عام محضر کې په ورزشي لوبغالو او سټیډیمونو کې ترسره کیږي.

د دسمبر په ۷ نیټه طالبانو په فراه ولایت کې د خلکو په عام محضر کې اعدام هم تر سره کړ. په ظاهره کې دا د ۲۰۲۱م کال په اګست میاشت کې د طالبانو له واک ته رسیدو راهيسې د خلکو په عام محضر کې د اعدام د عملي کیدو لومړی مورد و.

طالبانو بيا په افغانستان کې د «قصاص» حکم پلی کړی

 اسلامپاله طالبانو واک ته تر رسیدو وروسته د یوې منځلاري دورې یا پړاو ژمنه کړې وه، خو د وخت په تیریدو سره یي په پرله پسې ډول خپل سیاست او قوانین سخت کړل. په ځانګړي توګه د دغه هیواد د ولس ښځینه برخه د طالبانو تر واکمنۍ لاندې ډیر رنځ ګالي. د طالبانو رژیم تر اوسه پورې په نړیواله کچه په رسمیت نه دی پيژندل شوی.

آژانسونه: ش.ن/ ن.ص