1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ملګرو ملتونو طالبان د ۷۲ کسانو په وژلو تورن کړي دي

۱۴۰۰ آذر ۲۳, سه‌شنبه

ملګري ملتونو سازمان وايي داسې باوري ادعاوې يې ترلاسه کړي چې ښيي په افغانستان کې واک ته د طالبانو له رسیدو راهیسې تر سلو ډېر کسان د محاکمې له دخالته پرته وژل شوي، چې په اکثرو دغو قتلونو کې يې طالبان په لاس لرلو تورن کړي.

https://p.dw.com/p/44FwO
Afghanistan Taliban Tötungen Symbolbild
انځور: HOSHANG HASHIMI AFP via Getty Images

د فرانسې خبري آژانس په حواله، دغه څرګندونې د ملګرو ملتونو سازمان د بشر حقونو د څانګې مرستيالې، ندا الناشیف د سه شنبې په ورځ (۲۰۲۱م کال د دسمبر ۱۴مه) په ژنیف کې د ملګرو ملتونو سازمان د بشر حقونو شورا ته وکړې. هغې په دې اړه وويل: «موږ د اګست او نومبر میاشتو تر منځ د باور وړ داسې ادعاوې ترلاسه کړي چې له سلو څخه ډېر پخواني افغان امنيتي ځواکونه او د افغانستان د پخواني حکومت اړوند نور منسوبان وژل شوي دي چې له دې ډلې د لږ تر لږه ۷۲ قتلونو نسبت يې طالبانو ته ورکول کیږي.»

مین الناشیف زیاته کړه چې په وژل شوو کسانو کې ۵۰ کسان يې په افغانستان کې د داعش د خراسان ولایت شاخې د غړيتوب په تور يا په دار زړول شوي او يا يې سرونه پرې کړل شوي دي. داعش د طالبانو ايديالوژيکه مخالفه ډله ده چې یو د بل پر ضد جنګیږي.

Videostill DW English News - Nada Al-Nashif
د ملګرو ملتونو سازمان د بشر حقونو د څانګې مرستياله، ندا الناشیف - ښي لورانځور: DW

هغې دغه راز وویل چې له اګست میاشت راهیسې اته افغان فعالان او دوه خبریالان هم وژل شوي دي. د ميرمن الناشیف په خبره پر دې علاوه د ملګرو ملتونو سازمان د ۵۹ مورده غیرقانوني نیولو او تهدیداتو مستند جوړونه هم کړې ده.

د ملګرو ملتونو سازمان دغې چارواکې ټینګار وکړ چې د افغان قاضیانو، څارنوالانو او وکیلانو- په ځانګړې توګه د قانون ښځينه مسلکي افرادو حفاظت یوه ځانګړې مهمه موضوع ده.»

تر دې وړاندې هم د طالبانو خلاف دې ته ورته ادعاو رپوټونه ورکړل شوي دي، خو طالبان يې شخصي تربګنۍ او شخصي انتقامونه بولي. تیره اوونۍ د طالبانو د ليکو د تصفيې کمېسسیون مشر، مفتي لطیف الله حکيمي د دویچه ويله په آشتي خپرونه کې ادعا وکړه چې ځينې قتلي ادعاوې دروغ دي. هغه وویل طالبانو عمومي عفوه اعلان کړې او که ځینې قتلونه د شخصي غچ اخیستنې پر اساس کیږي هغه ردوي او دا ډول قتلونه دې په «اسلامی امارت پورې نه تړل کیږيږي».