1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ملګرو ملتونو د کابل په یوه مسجد کې چاودنه غندلې ده

۱۴۰۱ اردیبهشت ۱۱, یکشنبه

د ملګرو ملتونو سازمان عمومي منشي د شنبې په ورځ د کابل په یوه مسجد کې د جمعې ورځې چاودنه چې لږ تر لږه لس لمونځ کونکي په کې ووژل شول، غندلې ده. په وروستیو اوونيو کې په کابل او ځينو ولایتونو کې چاودنې ډيرې شوي دي.

https://p.dw.com/p/4Ag5U
New York I Generalsekretär der Vereinten Nationen Antonio Guterres
انځور: Richard Drew/AP/picture alliance


د انتونیو ګوتریش يوه ویاند په یوه اعلاميه کې ويلي دي: «عمومي منشي د کابل په لويديځ د خلیفه په مسجد کې د تیرې ورځې برید چې د جمعې لمانځه پر وخت وشو، په کلکه غندي.»

زیاته شوې ده: «هغه د قربانيانو له کورنیو سره خپله ژوره خواشيني ښودلې او د ټپيانو له پاره ېې د عاجلې روغتیا هيله کړې ده. پر ملکيانو او د مسجدونو په څیر ملکي ځایونو باندې حملې د نړیوال بشردوستانه قانون پر اساس ممنوع دي.»

یوه چارواکي وويل ظاهرا د دغې چاودنې هدف د صوفي لږکۍ ټولنې غړي ول چې د جمعې تر لمانځه وروسته ېې خپل رسومات ترسره کول.

په ټولنیزو رسنیو کې د پيښې زړه بوګنونکي انځورنه خپاره شوي چې په هغو کې له چاودنې بچ شوي خلک له جوماته په منډه د وتلو په حال کې دي او يو شمیر بیا لیدل کیږي چې د ماشومانو په ګډون د پيښې قربانیان انتقالوي. د مسجد پر فرش باندې د وینې داغونه هم ترسترګو کیدلی شي.

د طالبانو د کورنيو چارو وزارت ویاند، عبدالنافع ټګور وويل چې په دغه چاودنه کې لږ تر لږه لس کسان وژل شوي دي. د کابل پولیسو بیا ویلي دي چې ۳۰ تنه ټپيان شوي هم دي.

په وروستيو اوونيو کې د کابل په ګډون د افغانستان په ځينو برخو لکه کندز او بلخ کې بمې چاودنې شوي چې د يو شمیر هغو مسئولیت ېې داعش ډلې منلی دی کوم چې په کې د صوفي او شیعه ټولنې غړي په نښه شوي دي.

آ./م.ک.ص./ا.ا.