1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ملي امنيت: په افغانستان کي د داعش تمويل حقاني ډله کوي

۱۳۹۹ اردیبهشت ۲۹, دوشنبه

د افغانستان امنيتي چارواکو اعلان وکړ چې امنيتي ځواکونو رسماً خپل تعرضي حالت پيل کړ. د ملي امنيت اداره وايي چې په افغانستان کې داعش، د حقاني شبکې له خوا تمويلويږي.

https://p.dw.com/p/3cPGL
Afghanistan |  Gefangene in Khost
انځور: DW/O. Deedar

په افغانستان کې په وروستيو کې د خونړيو پيښو او تاوتريخوالو په ډيريدو سره، افغان ولسمشر اشرف غني امر وکړ چې د افغانستان امنيتي او دفاعي ځواکونه د «فعالې دفاع» له حالت څخه، تعرضي حالت ته وګرځي.

د افغانستان د دفاع او کورنيو چارو وزارتونو او د ملي امنيت عمومي رياست چارواکو د دوشنبې په ورځ (د می ۱۸مه) په يوې خبرې غونډه کې اعلان وکړ چې د افغانستان دفاعي او امنيتي ځواکونه د طالبانو پر ضد خپل تعرضي حالت رسماً پيل کړ.

د افغانستان امنيتي او دفاعي ځواکونه په ورستيو کې د سولې مذاکراتو پيل ته د شرايطو برابرولو په موخه، د «فعالې دفاع» په حالت کې اوسيدل.

د افغانستان د دفاع وزارت وايي چې دغه تعرضي عمليات به تر ډيره په هغو سیمو کې پيل شي چې خلک په کې له جدي ګواښونو سره مخ دي.

د افغانستان د یادو امنيتي بنسټونو چارواکي وايي چې طالبان د سولې هوکړې ته ژمن نه دي، له هغو سرغړونه کوي او خپلو بريدونو ته يې شدت ورکړی دی.

د دغو بنسټونو د امارو پر اساس، طالبانو له امريکا سره د سولې هوکړه ليک تر لاسليکولو وروسته، د افغانستان پر خلکو او امنيتي ځواکونو باندې ۳۷۰۰ بريدونه ترسره کړي دي.

د افغانستان د کورنيو چارو سرپرست وزير وايي چې طالبان اوس هم له نړيوالو تروريستي ډلو سره اړيکي لري: «دوی له کلونو راهیسې له نړيوال تروريزم سره نژدې اړيکې لري. دوی خپلې دغه اړيکې نه دي پرې کړي، بلکې د فريب، نيرنګ او نوو طريقو په استفادې سره يې دغه اړيکې لا تقويه کړې دي.»

تيره اوونۍ د کابل د دشت برچي سيمې پر سل بستريز روغتون وسله واله بريد وشوه چې پکې د ميندوارو ښځو او نوو زیږيدلو ماشومانو په ګډون، په لسونو کسان مړه او ټپيان شول. طالبانو د ېوې اعلاميې په خپرولو، په دغې حملې او همدا ډول په ننګرهار کې د جنازې پر مراسمو خونړۍ حملې کې لاس لرل رد کړل.

خو د کورنيو چارو سرپرست وزير په دې اړه وويل چې طالبان نه شي کولی د ېوې اعلاميې په خپرولو، له خپلو حملو څخه انکار وکړي. هغه وويل: «طالبان...نشي کولای د دا ډول اعلاميو په خپرولو د افغانستان خلکو پر وړاندې له خپلو تر سره کړو جنايتونو او جرمونو څخه انکار وکړي.»

د افغانستان د ملي امنيت عمومي رياست هم وايي چې د طالبانو په مفکوره کې هيڅ ډول بدلون نه دی راغلی او دغې ډلې داسې يو منشور جوړ کړی دی چې هڅه کوي په افغانستان کې واک ته ځان ورسوي او خپل منشور عملي کړي. دغه منشور څه موده مخکې په ټولنيزو رسنيو کې لاس پر لاس کيده، چې د طالبانو له خوا رد شو.

د افغانستان د امنيت شورا د تازه ارقامو له مخې، يوازې د روژې مياشتې په دريمه اوونۍ کې ۷۰ تنه ملکيان د طالبانو په حملو کې وژل شوي او ۳۱۸ نور ټپيان شوي دي.

د افغانستان پوځي چارواکي وايي چې طالبانو د سولې تړون تر لاسليک کيدو وروسته، ۳۷۰۰ حملې ترسره کړي چې په دغو حملو کې ۴۲۰ تنه ملکيان وژل شوي او ۹۰۶ تنه نور ټپیان شوي دي. خو طالبانو د حکومت له لوري دغه ډول ارقام په کراتو رد کړي دي.

په افغانستان کې د وروستيو بريدونو تر ټولو ډير مسئوليت داعش ډلې پر غاړه اخیستی دی. په ورته وخت کې د افغانستان د ملي امنيت عمومي ریاست ادعا کوي چې داسې شواهد په لاس کې لري چې په افغانستان کې د داعش ډله د حقاني شبکې سره په همغږۍ تروریستي حملې ترسره کوي.

د دغه رياست سرپرست، احمد ضياء سراج، په دې هکله وويل: «کوم کسان مو چې نيولي شوي، کوم اسناد مو چې تر لاسه کړي او په کافي نور اندازه شواهد شته چې ښيي کومې کړۍ چې په کابل کې فعاليت کوي هم له داعش او هم له حقاني شبکې سره ارتباط لري.»

سراج ټينګار وکړ چې ترلاسه شوي اسناد او شواهد به ډير ژر د امريکا متحده ايالاتو په اختيار کې ورکړي.

د ملي امنيت رياست په خبره، د داعش وړې شبکې چې په کابل کې تروریستي فعالیتونه او حملې ترسره کوي، د حقاني شبکې له خوا تمويليږي.

شکیلا ابراهیم خيل/م.ک.ص/ ن.ز