1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

معبد غر ته د اسرائيل ملي امنيت وزير ورتګ پاروني رامنځته کړي

۱۴۰۱ دی ۱۳, سه‌شنبه

د اسرائيل د ملي امنيت وزیر، ایتاماربن ګویر په بیت المقدس کي د معبد غر (الحرم شریف) څخه لیدنه کړې ده.

https://p.dw.com/p/4LgD9
Israel Jerusalem | Itamar Ben-Gvir
انځور: Atef Safadi/REUTERS

اسراييلي رسنیو د غره پر سر د پولیسو په ملتیا سره د دغه ښی اړخي نشنلست تصاویر او ویدیوګاني ښکاره کړي دي.

د هغه متعاقب سمدلاسه د فلسطین خودمختاري سیمي خارجه وزارت موقف نیولی او پر الاقصأ مسجد باندي یې د افراطي وزیر، بن ګویر تعرض غندلی دی. د هغوی په اعلامیه کي راغلي: «دا یو بې مثاله تحریک او د بحران خطرناکه تشدید دی». 

بن ګویر د خپل دغه اقدام څخه وختي خبر ورکړی و او په دې ډول سره یې سخت عکس العملونه راپارولي وه. د اسرائیل د اپوزیسون رهبر، یېر لاپید خبرداری ورکړی چي دغه اقدام د تشدد د رامنځته کیدو او ډیریدو سبب کیدلای سي.