مطبوعات: له اروپايي هیوادونو سره ستراتیژیک تړونونه څه معنی لري؟
۱۳۹۰ بهمن ۸, شنبهد افغانستان په نامه یوې نا حکومتي ورځپاني ویلي دي چي د کابل او اروپایي هیوادونو تر منځ ستراتیژیک تړونونه د افغانستان په گټه دي، خو ورځپاني په بيړنۍ توگه د ستراتیژیکو سندونو جوړول تر پوښتني لاندي نیولي دي. د ورځپاڼي په حواله د کابل او اروپایي هیوادونو تر منځ د اوږد مهالو همکاریو سندونه له دقیقي جوړوني پرته ګټه نه شي لرلای.
د ورځپاڼي لیکوال وایي چي له فرانسې، ایټالیا او د اروپا له ځينو نورو مقتدرو هیوادونو سره باید افغان دولت داسي تړونونه لاسلیک کړي چې په اوږد مهال کي افغانانو ته سرخوږی و نه لري او د افغانانو هر راز ګټي پکښې له تعرض څخه خوندي پاتي وي.
د هیواد په نامه حکومتي ورځپاڼه بیا اروپا ته د افغان ولسمشر سفر په اوسنیو حالاتو کي ډیر ګټور بولي او وایي چي له هر اروپايي هیواد سره د ستراتیژیکو همکاریو د سندونو لاسلیکول برخلیک ټاکونکی ارزښت لري. د هیواد لیکوال وايي چي دا لومړی وار دئ چي افغانستان د نړۍ له قوي ملاتړ څخه برخمن دئ او دغه ملک باید له دغه باور او ملاتړ څخه پوره ګټه پورته کړي.
د کابل چاپ اصلاح ورځپاڼي هم په زیږه کرښو د همدي مسئلي په باب بیلابیلي شنني او تبصري خپري کړي دي. اصلاح ویلي دي چي که افغانستان دغه تړونونه په داسي حال کي کړي وای چي د ثبات په لور روان وای نو د دغه هیواد په گټه په تمام شوي وای. ورځپاڼه وایي چي افغان حکومت باید په ستراتیژیکو سندونو کي خپلو ګټو ته ځای ورکړي او له نړیوالو څخه د خپلو پوځيانو او اقتصادي بنسټونو له پاره ملاتړ تر لاسه کړي.
د سرنوشت تر نوم لاندي یوي بلي ورځپاڼي بیا لیکي دي چي له ایټالیا، فرانسې، بریټانیا او د اروپا له نورو ملکونو سره د افغانستان د ستراتیژیکو همکاریو تړونونه به دغه هیواد له نړۍ سره د اوږدي مودي له پاره وتړي. د ورځپاڼي په خبره هر څومره چي افغانستان د نړۍ نورو هیوادونو ته نږدي کیږي، په دغه هیواد کي د گاونډیو د لاسوهني چانسونه کمیږي.
میرویس جلالزی (دویچه ویله)
کتونکی: مسعود جهش