1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيا

مصنوعي القاح اوس په يوې معياري درملني اوښتې

۱۴۰۱ فروردین ۱۸, پنجشنبه

په دنيا کې ډېرې جوړې د سړي د شنډتيا له کبله په طبيعي شکل اولاد نه شي راوړلی. مصنوعي القاح چې ۴۰ کاله مخکې په طبابت کې انقلاب بلل کېده، نن سبا معياري شوې او تقاضا ورته زياته شوې ده.

https://p.dw.com/p/49b9F
Symbolbild Illustration künstliche Befruchtung einer Eizelle
انځور: Cigdem Simsek/Zoonar/picture alliance

په آلمان کې لومړی ماشوم چې د مصنوعي القاح په پايله کې په ښيښه يي تيوب کې روزل شوی وو، اوليور نوميږي، د ۱۹۸۲م کال د اپريل پر ۱۶مه نېټه زېږېدلی، بشپړ روغ وو، قد يې ۵۳ سانتي متره او وزن يې ۴،۱۵ کيلوګرامه وو. هغه د ايرلنګن ښار د ښځو په کلينيک کې دنيا ته راغی. تر دې مخکې په ۱۹۶۰ لسيزه کې په دغه کلينيک کې د نارينه او ښځينه نطفو القاح د لابراتوار په يوه تېست تيوب کې يوازې په حيواناتو کې ازمويل شوې وه.

خو آلمان په دې برخه کې مخکښ هيواد نه دی. د ۱۹۷۸م کال د جولای پر ۲۵مه، لوئيز جوی براون په نړۍ کې لومړنی نوی زېږېدلی ماشوم وو چې د مصنوعي القاح له لارې نيا ته راغلی وو. له دې وروسته تر ننه پورې په ميليونو ماشومان په همدې توګه زېږېدلي دي.

د دغسې ماشومانو شمېر اوسمهال په آلمان کې ۳۴۰ زرو ته رسيږي. په دې هېواد کې ۱۳۰ مرکزونه د هغو خلکو له پاره چې د ماشوم راوړلو هيله لري، خو له طبيعي لارې ورته دا کار ممکن نه دی، د مصنوعي القاح په برخه کې خدمات وړاندې کوي.

کله چې د ميندوارۍ د درملنې څخه خبرې کيږي، نو په اکثرو مواردو کې يې منظور مصنوعي القاح يا د القاح عمليه د لابراتوار په ښيښه يي تيوب کې (IVF) او يا هم مايکرو اينجکشن يا د سيتوپلاسما داخل ته د سپرم ترزيق (ICSI) کول دي.

د (IVF) په دغه متود کې يوه هګۍ چې مخکې له مور څخه اخيستل شوې وي، په ښيښه يي تيوب کې د پلار له سپرم سره په تماس کې راوړل کيږي. خو د (ICSI) په متود کې چې زياتره رايج دی، يو واحد سپرم په هدفمن ډول ښځينه هګۍ ته تزريق کيږي.

په ميندوارۍ يا مصنوعي القاح پسې تقاضا په ټوله نړۍ کې زياتوالی مومي. يو دليل يې دا دی چې جوړې ډېر وروسته تصميم نيسي چې ماشوم راوړي. د ښځو د ميندوارۍ اوسط سن ۳۵،۶ کاله او د نارينه وو له پاره ۳۸،۶ کاله دی. په مصنوعي متودونو د ميندوارۍ احتمال په اوس وخت کې تقريباً ۳۱ سلنه دی. څه نا څه ۲۲ سلنه درمنلې د يوه ماشوم د زېږېدو باعث ګرځي. دا ښيي چې طبيعت په آسانۍ سره لاسوهنه نه مني.

خو لاسته راوړنې پکې تر ډېره د خلکو په عمر پورې اړه لري. ارقامو ښوولې چې د مېرمنو د ميندوارۍ کچه په ۳۵ کلنۍ کې ۳۸،۸ سلنه ده او د زېږېدنو ميزان په دغه عمر کې ۳۰ سلنه دی، په داسې حال کې چې د ۴۰ کاله زيات عمر لرونکو ښځو په برخه کې د ميندوارۍ کچه يوازې ۱۸،۹ سلنې او د زېږېدنې کچه ۱۰،۶ سلنې ته رسيږي.

د مور هګۍ چې د پلار سپرم حجرې يې په لور حرکت کوي
د مور هګۍ چې د پلار سپرم حجرې يې په لور حرکت کويانځور: picture-alliance / dpa

داسې نخښې شته چې ځينې ماشومان چې د مصنوعي القاح له لارې دنيا ته راغلي وي، مورزادي اختلالونه لري. څېړنو دا هم ښوولې چې دغسې ماشوم له لږ څه کم وزن سره دنيا ته راځي، خو دا خپله د مصنوعي القاح په دليل نه، بلکې د والدينو کورني شرايط او سلامتي پکې اساسي نقش لري.

مسلم امر دا دی چې مصنوعي القاح کېدای شي له عاطفي نظره د مور او پلار له پاره ډېر سترېس رامنځ ته کړي. کله داسې هم پېښيږي چې يوه ښځه تر مصنوعي القاح وروسته غبرګوني يا څو ګوني هم دنيا ته راوړي. علت يې دا دی چې ډاکتران د مصنوعي القاح په اکثرو مواردو کې له دوو يا درو جنينو څخه استفاده کوي څو د ميندوارۍ چانس لوړ کړي. له جنين څخه د حفاظت د قانون پر اساس، حد اکثر درې هګۍ کېدای شي ميندواري او وشاربل شي چې ورپسې بايد پيوند شي. خو ډېری کارپوهان برعکس توصيه کوي چې يوازې يو جنين پيوند شي. يعنې لومړی يو څو د هګۍ حجرې بلاربې او وشاربل شي، تر ټولو مناسب جنين غوره او پاته جنينونه منجمد شي.  

(KNA) / si, ns, nz