مسکو: روسۍ وسلې افغانستان ته د انتقال لپاره چمتو دي
۱۳۸۹ شهریور ۲, سهشنبهپه مسکو کي د روسيې د پوځي چارو ډيپلوماټ د انتر فکس خبري آژانس ته ويلي دي چي، افغانستان ته د وسلو او جنګي مهماتو د ورکړي پروسه د کابل څخه د غوښتن ليک تر لاسه کولو وروسته پيليږي.
منبعې ويلي دي چي: «د افغانستان د کورنيو چارو وزارت ته په وړيا توګه د سپکو وسلو او جنګي مهماتو د ورکړي پرېکړه سوې او اوس يې يوازي د لېږلو پروسه پاته ده.»
د هغه په خبره د وسلو د انتقال پروسه به د کابل د غوښتن ليک سره چي تمه ده په دې نژدې وختونوکي راورسيږي پيل سي.
هغه دې ته هم اشاره وکړه چي، د روسيې د سلاو او جنګي مهماتو د ورکړي دغه پروسه به په مخامخ ډول د کابل او مسکو تر منځ وي.
په پلان کي وه چي دغه پروسه په ۲۰۰۵ ميلادي کال کي پيل سي ولي روسيې د امريکا د دوبله کولو څخه ځان ژغوری.
د روسيې د پوځي چارو د ډيپلوماټ په خبره، وسلې او جنګي مهمات به د روسيې د زيرمو څخه برابري سي.
آژانسونه/ نجيب الله زيارمل
کتونکی: عبدالباري حکيم