1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

مسکو د افغانستان په تړاو غونډه کې متقي ته هم بلنه ورکړې

۱۴۰۲ تیر ۲۵, یکشنبه

د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي د روسیې له سفیر دیمیتري ژیرنوف سره د شنبي په ورځ لیدلي دي.

https://p.dw.com/p/4TxjX
Afghanistan Kabul | Mawlawi Amir Khan Muttaqi, Außenminister Übergangsregierung
انځور: Bilal Guler/Anadolu Agency/picture alliance

د باختر خبري آژانس چې د طالبانو له خوا اداره کیږي د بهرنیو چارو وزارت له قوله لیکلي د طالبانو بهرنیو چارو سرپرست وزیر د شنبې د ورځې (د ۲۰۲۳ کال د جولای ۱۵نېټه) په دغې ناسته کې وویل چې «مسکو فارمټ» غونډه په سیمه کې د همغږۍ لپاره ښه رول لوبوي.

د باختر آژانس د رپوټ له مخې په دغې ناسته کې «د روسیې سفیر د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سرپرست ته د مسکو د ناستې په اړه معلومات ورکړل اودغه راز  په دغې ناسته کې یې د ګډون بلنه ورکړه.»

مسکو کې د افغانستان په اړه د ګډ امنیتي تړون سازمان غونډه

تیر ۲۰۲۲ کال دغه غونډه د اکتوبر په میاشت کې ترسره شوه چې طالبان ورته نه و بلل شوي .دغه غونډه هر کال د افغانستان په اړه جوړیږي چې د افغانستان ګاونډي او د سیمې یو شمیر هیوادونه پکې ګډون کوي.