1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيا

مردونا د کرونا په ختمیدو کې له «خدایي لاسه» مرسته غواړي

۱۳۹۹ اردیبهشت ۱۱, پنجشنبه

د مردونا د یوه جنجالي ګول په اړه، د هغه د «خدای د لاس» څرګندونه ډیر شهرت لري. اوس دې فوټبالر یو ځل بیا له کرونا ویروس سره په مبارزه کې د «خدایي لاس» مرسته غوښتې.

https://p.dw.com/p/3bbvi
Fußball WM 2018 Nigeria vs Argentinien
انځور: Reuters/S. Perez

کله چي د فوټباله له مشهوره پخواني لوبغاړي دییګو مردونا، څخه د هغه د یوه جنجالي ګول په اړه پوښتنه وسوه چي ایا پر لاس یې وهلې وو او که نه، نو د هغه مشهور ځواب دا وو چي ګول په «خدایي لاس وهل سوی وو». اوس دې فوټبالر یو ځل بیا له کرونا ویروس سره په مبارزه کې د «خدایي لاس» مرسته غوښتې. 

دغه ارجنټايني فوټبالر ويلي چي «زه د خداى له دربار څخه غوښتنه کوم چي دغه وبا ته نور د پاى ټکى کښيږدي.»

مرادونا خپلو خبرو ته دوام ورکړ او ویې ویل: «ترڅو انسانان بيرته خپل عادي ژوند ته راوګرځي او په خوشحالۍ او صحتمندۍ کي ژوند وکړي.»

مرادونا چي د کرونا ویروس د شیوع په سبب یې باید د فوټبال تورلمنټونه پای ته رسولي وای، هغه یې به ګټه هم تمام سو. ځکه چي د ګیمنازیا ایسګریما په نامه خپل ټیم سره هغه په تیرو دریو تورلمنټونو کي ښه نه وو ځلیدلی، او لږ بریالیتوب یې درلود. داسي چي هغه ته آن د تولمنتونو څخه د اخراجیدو خطر رامنځته سوی وو.

مارادونا د ۱۹۸۶م کال د فوټبال په نړیوال جام کي له انګلستان سره په یو پر څلورم فاینل مسابقه کي یو ګول په لاس وکړ، خو دغه ګول بیا هم حساب سو. په دې ډول سره ارجنټاین دغه لوبه وګټله او نړیوال اتل سو. تر دغي مسابقې وروسته مرادونا وویل چې ګول «په خدايي لاس» وهل شوی وو. نن ورځ دغه پيښه د نړی د فوټبال تر ټولو تاریخي صحنه ده.