1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

مراکش کې هغه ميليونره چې ګدايي يې کوله نیول شوې

۱۳۹۹ اسفند ۲۳, شنبه

د خليج ټايمز ورځپاڼې په حواله دغې ښځې مخکې له دې چې د ګدايګرۍ يا سوال په نيت د سړک غاړې ته کښېني خپل لوکس موټر تل کوم چېرته پټ دراوه . د مراکش پوليسو اوس دغه ښځه نيولې ده.

https://p.dw.com/p/3qab8
Bettlerin in Oslo, Norwegen
انځور: imago/Schöning

د خليج ټايمز ورځپاڼې په حواله دغې ښځې مخکې له دې چې د ګدايګرۍ يا سوال په نيت د سړک غاړې ته کښېني خپل لوکس موټر تل کوم چېرته پټ دراوه . د مراکش پوليسو اوس دغه ښځه نيولې ده.

د اګادير ۲۴ رسنۍ په حواله دغې ښځې يو لوکس موټر لاره او په يوه ښايسته اپارتمان کې يې له خپلې مور او بچيانو سره ژوند کاوه. خو کله چې يې د خپل ژوند سويې د ساتلو له پاره کافي پيسې نه لرلې، نو د سوال يا ګدايګرۍ له لارې به يې نور عايد هم تر لاسه کاوه.

دغه ګدايي يا سوال کول تر ټولو آسانه لار وه چې پرته له ستړيا او تکليف يو څه پيسې لاس ته وروړي. دغې ښځې به د لومړنيو پلټنو له مخې تر سوال کولو دمخه خيرن او څيري کالي اغوستل.

د دغې «ګدايګرې ميليونرې» په اړه اندېښنې لومړی په ټولنيزو رسنيو کې مطرح او پورته شوې. په ټولنيزو رسنيو کې ورته د الجزاير د اګادير ښار د اوسېدونکو له خوا د «ګدايګرې ميليونرې» دغه نوم هم ورکړل شو. خبريالانو سمدلاسه د هغې له ګاونډيانو سره تماس ونيو چې په خبره يې يو څه به خلکو ورته د شک په سترګه کتل، خو د هغې د فعاليتونو څخه په پوره توګه خبر نه ول.  

خلیج ټایمز ورځپاڼې په خپل رپوټ کې همدار زیاته کړې چې دغه میلیونره ګدايي ګره ښځه د مراکش د پولیسو له لوري نیول شوې ده.