1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

محصلین: طالبانو مو روسیې ته د تحصیلي سفر مخنیوی کړی

۱۴۰۲ آذر ۲۱, سه‌شنبه

یو شمېر افغان محصلین وايي، سره له دې چې له روسېې څخه تحصیلي بورسونه او د دغه هېواد ویزې ترلاسه کړي، خو د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت له میاشتو راهیسې د دوی د تګ مخنيوی کوي.

https://p.dw.com/p/4a3uq
افغانستان؛ کابل هواېې ډګر
افغانستان؛ کابل هواېې ډګرانځور: Karim Sahib/AFP

یو شمېر افغان محصلین ادعا کوي، چې د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت د شاوخوا ۵۰۰ کسانو پاسپورتونه او تحصیلي اسناد بند کړي او روسیې ته یې د تګ مخه نیولې ده.

د دې محصلینو له ډلي یو چې نغواړي نوم ېې واخیستل شې دویچه ويله ته وویل، چې تېر کال د روسيې پوهنتونونو د افغان محصلینو له پاره د لیسانس، ماسټرۍ او دوکتورا په سطحه ۵۰۰ تحصیلي بورسونه اعلان کړي ول، چې ورته څه باندي ۳۰۰۰ افغان محصلینو نوم لیکنه وکړل.

یاد محصل وویل: «موږ شاوخوا یو کال زحمت وایست، روغتیايي معاینه مو وکړه، ضمانت خط مو چمتو او پاسپورت مو ترلاسه کړ، نیږدي یو لک افغانۍ مو مصرف کړې تر څو د زده کړو د دوام له پاره روسېې ته ولاړ شوو.»

لامل یې څه دی؟

د دې افغان محصل په خبره: »د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت د روسیې سفارت ته ویلي ول چې د افغان محصلینو اسناد به ياد وزارت پروسس کړي، خو زموږ د پاسپورتونو په ګډون یوشمیر اسناد مو له میاشتو راهیسې په دغه وزارت کې ضبط شوي دي.

هاخوا د طالبانود لوړو زده کړو وزارت مسؤولین په دې اړه څه نه وايي. د دې وزارت ویاند د دویچه ويله تلفوني اړیکو او پیغامونو ته ځواب ور نه کړ. له دې سره سره چې د دغه وزارت چارواکو یادو محصلینو ته بیلابیل لاملونه په ګوته کړي.

کابل کې د بې سرپرسته ماشومانو او لویانو له پاره ښوونځی

دغه محصل وايي: «موږ ټولو برخو ته شکايت وکړ، کار مو ونه شوو او کله چې مو د دې کار لامل وپوښت راته وویل شوه چې تاسو مسلمانان یاست که روسېې ته ولاړ شې کمونستان کیږې، خو اوس چې زموږ د ویزو نېټه پاې ته رسیدلې، د لوړو زده کړو وزارت ویلي چې ټول اسناد به د ډسمبر پر ۱۶مه درته ووېشل شي.»

تر دې مخکې طالبانو څو ځلي بهر ته د ښځینه محصلینو د تګ مخنیوی کړی

د افغانستان له شمال څخه يو بل محصل چې په دې پروسه کې شامل دى وايي د څه باندي درو میاشتو راهيسي ېې پاسپورت او اسناد د لوړو زده کړو په وزارت کې پراته دي.

دغه محصل وايي: «موږ د روسیې درې میاشتنۍ ویزه ترلاسه کړه، تمه مو لرله چې دوې میاشتې وړاندې روسیې ته ولاړ شو. «د لوړو زده کړو وزارت راته وویل یوشمیر افغان ورزشکاران له روسیې څخه اروپا ته تښتېدلي، موږ نه غواړو چې تاسو هم وتښتي.»

انځور: د طالبانو د لوړو زده کړو وزیر
انځور: د طالبانو د لوړو زده کړو وزیر انځور: JAMES EDGAR/AFP/Getty Images

بله خوا د یوه افغان محصل پلار چې زوی ېې غوښتل د زده کړو له پاره روسېې ته ولاړ شي او تر یو بریده ېې پیسې هم مصرف کړي، ناخوښي څرګندوي وايي زوې ېې نوم لیکنه کړې وه خو د څو میاشتو تیریدو سره سره ېې کار تر اوسه نتیجه نه ده ورکړې.

د افغانستان له ختيځ څخه دغه پلار، چې نه يې غوښتل نوم ېې د امنیتي دلایلو له مخې په راپور کې واخيستل شي، دويچه ويله ته وويل: «زه مجبور شوم چې د وزارت د بورسیو څانګې ته ورشم، د دې رياست له مشر څخه مې وپوښتل چې ولې روسيې ته د محصلینو د تلو مخه نيسې؟ هغه په ​​ځواب کې راته وویل چې ځینې ورزشکاران له روسیې څخه اروپايي هیوادونو ته تښتېدلي او زموږ آبرو یې له منځه وړی، نو دوی هم پریږدو چې وتښتي؟»

د افغانستان د لوړو زده کړو پخواني وزیر ډاکټر عباس بصیر دویچه ويله ته وویل چې پر دې مسایلو سربېره طالبان له عصري زده کړو سره لېوالتیا نه لري، نو له همدې امله نغواړي چې محصلین بهر ته ولاړ شي.

بصیر زیاته کړه: «طالبان هڅه کوي چې د افغانستان په پوهنتونونو او ابتدایي ښوونځیو کې د طالبانو مفکوري ته وده ورکړي او د هر هغه تعلیم مخالفت کوي چې د طالبانو د فکر خلاف وي، حتی هغوی یوشمیر کتابونه هم له کتابتونونو څخه راټول کړې. له همدې امله بهر ته د ځوانانو د زده کړو مخه نیسي.»

زموږ له آرشيف څخه: