1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

محسن داوړ هم ونیول شو

۱۳۹۸ بهمن ۸, سه‌شنبه

په پاکستان کې په زرونو کسانو د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي ام) د مشر منظور پښتین د نیولو پر ضد احتجاج کړی دی. په اسلام آباد کې د پارلمان غړی او د دغه غورځنګ پر یوه بل مشر محسن داوړ سربیره ځینې نور فعالان هم نیول شوي دي.

https://p.dw.com/p/3WvK1
Mohsin Dawar, Mitglied der Nationalversammlung Pakistan
انځور: picture-alliance/Zumapress

پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي ام) د دوشنبې په ورځ اعلان کړی وو چې د منظور پښتین د نیولو پر ضد به د سه شنبې په ورځ احتجاجي غونډې کوي. د آلمان د خبري آژانس د رپوټ له مخې سیاسي فعال منظور پښتین په علني ډول د پاکستان پر پوځ باندې له بشري حقونو څخه د سرغړونو تورونه لګولي دي.

د یاد خبري آژانس د رپوټ له مخې د پاکستان په ولسي جرګه کې د وزیرستان استازي او د دغه غورځنګ یوه مشر محسن داوړ په اسلام آباد کې یوې احتجاجې غونډې ته وویل: «موږ په سملاسي توګه د منظور پښتین د آزادیدو غوښتنه کوو.»

د آلمان خبري آژانس د پاکستان انګلیسي ژبې ورځپاڼې «ډان» له قوله خبر ورکړی دی چې محسن داوړ د احتجاجي غونډې په ځای کې د پولیسو له خوا نیول شوی دی. زیاته شوې ده چې د دغه غورځنګ فعالانو د پاکستان په یو شمیر نورو ښارونو کې هم احتجاجونه کړي دي.

د افغانستان په ځينو ولايتونو کې هم د سه شنبې په ورځ د منظور پښتين د نيولو پرضد سوله ايزي مظاهرې وشوې.

د منظور پښتین د ضمانت ردیدل

په پيښور کې یوې محکمې چیرې چې منظور د لمسون په شمول د نورو پنځو تورونو له کبله نیول شوی دی، محکمې یې د مؤقتي ضمانت غوښتنه رد کړه.

د منظور پښتین نیول کیدو په دیپلوماتیکه سطحه د افغانستان او پاکستان ترمنځ هم ناندرۍ راپورته کړي دي. پاکستان د افغان ولسمشر محمد اشرف غني څرګندونو ته غبرګون ښوولی چې هغه پکې د پښتین د نیول کیدو په هکله خواشيني ښوولې وه. د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي دي چې د غني څرګندونې «د پاکستان په کورنیو چارو کې ښکاره لاسوهنه ده.»

د بشري حقونو نړیوال سازمان هیومن رایټس واچ، هم له پاکستاني چارواکو غوښتي دي چې په سملاسي ډول پښتین پریږدي او د هغه پر ضد لګول شوي تورونه لیرې کړي.

(S.R/N.Z(dpa, AG