1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«د اوسلو غونډه پخپله د طالبانو له پاره یوه لاس ته راوړنه ده»

۱۴۰۰ بهمن ۴, دوشنبه

د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر ویلي دي چې دغه غونډه پخپله د طالبانو له پاره «یوه لاس ته راوړنه» ده. هغه دغه څرګندونې په اوسلو کې د لوېدیځو هیوادونو له دیپلوماتانو سره د غونډې په څنډه کې کړي دي.

https://p.dw.com/p/461IJ
Norwegen | Afghanistan-Gespräche mit den Taliban in Oslo
انځور: Stian Lysberg Solum/NTB/REUTERS

 په اوسلو کې په دوهمه ورځ د امریکا متحده ایالاتو، فرانسې، اروپایې اتحادیې، بریتانیا، آلمان، ایټالیا او ناروې هیوادونو استازو له طالبانو سره خبرې وکړې.

د طالبانو پلاوي د یکشنبې په ورځ د افغانستان د مدنې ټولنې له استازو او د ښځو د حقوقو له فعالانو سره ولیدل او خبرې وکړې. په دغه غونډه کې په افغانستان کې د ښځو د حقونو د دوو فعالانو د لادرکه کیدو موضوع هم مطرح شوه. طالبانو د دغو ښځو د نیول کیدو موضوع رد کړې ده.

Norwegen | Afghanistan-Gespräche mit den Taliban in Oslo
انځور: Stian Lysberg Solum/NTB/REUTERS

د طالبانو د پلاوي مشر امیر خان متقي خبریالانو ته ویلي دي: «دا چې ناروې موږ ته دا فرصت برابر کړ، په خپل ذات کې یوه لاس ته راوړنه ده، ځکه چې له نړۍ سره په یوه ستیج کیناستو... موږ ډاډه یو چې له دې ملاقات څخه د افغانستان د بشري، صحي او تعلیمي برخو کې ملاتړ په لاس راوړو.»

دا غونډه د ناورې له خوا جوړه شوې ده او هدف یې د افغانستان پر بشري وضعیت خبرې او بشري مرستې ښودل شوي دي. د ناروې د بهرنیو چارو وزیر ټینګار کړی دی چې دغه غونډه هیڅ کله طالبانو ته د مشروعیت ورکولو او یا هم د هغوی د په رسمیت پيژندلو په معنی نه دی. لا تر اوسه د طالبانو له لوري جوړ شوی حکومت د هیڅ یوه هیواد له لوري په رسمیت نه دی پيژندل شوی.