1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

مایک پمپیو په ناڅاپي سفر کابل ته رسیدلی

۱۳۹۹ فروردین ۴, دوشنبه

د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو په ناڅاپي سفر کابل ته رسیدلی دی. د هغه سفر په داسې یوه وخت کې کیږي چې د کرونا ویروس د خپریدو له کبله نړیولو مشرانو خپل تک راتک ډیر محدود کړی دی.

https://p.dw.com/p/3Ztby
USA West Palm Beach, Florida | Mike Pompeo, Außenminister
انځور: picture-alliance/Zuma Press/Palm Beach Post/R. Graulich

اسوشیتد پرس خبري آژانس په خپل رپوټ کې لیکلي دي چې د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو په يوه بیړني سفر کابل رسېدلی، څو هڅه وکړي له طالبانو سره تیره میاشت لاسلیک شوی تړون پرمخ یوسي.

د پمپیو دغه سفر په داسې یوه وخت کې ترسره کیږي چې په نړۍ کې د کرونا ویروس وبا مخ پر خپریدو ده او نړیوال مشران خپل رسمي سفرونه لغوه کوي او خپل لیده کاته یې ډیر محدود کړي دي. په افغانستان کې هم د کرونا ویروس مثبتې پيښې له څلویښتو اوښتي دي.

د یاد خبري آژانس د رپوټ له مخې د متحده ایالاتو او طالبانو ترمنځ د توافق له لاسلیکیدو راهیسې په افغانستان کې د ټاکنو په پایله کې د رامنځته شوې سیاسي ناکراریو له کبله د سولې پروسه د ځنډ ښکار شوې ده. محمد اشرف غني د ټاکنو د کمیسیون له لوري د ټاکنو د ګټونکي په توګه اعلان شوی، خو ډاکټر عبدالله عبدالله د ټاکنو پایله نه مني. دواړو په یوه ورځ د ولسمشرۍ د لوړې مراسم هم ترسره کړل.

اټکل کیږي چې پمپيو به د دوشنبې په ورخ د خپل سفر په ترڅ کې د دغه بن بست په ختمولو کې د مرستې هڅه وکړي، کوم چې د بین الافغاني مذاکراتو پیلیدل هم له ځنډ سره مخامخ کړي دي. د سولې په تړون کې دغه خبرې اترې مهمې ګڼل کیږي چې متحده ایالاتو ته د خپلو ځواکونو د ایستلو اجازه ورکوي او ښايي افغانان د سولې په تړاو یوه جوړ جاړي ته ورسیږي.

متحده ایالاتو او ناټو لا ترمخه له افغانستان څخه د خپلو ځواکونو راایستل پيل کړي دي. خو له افغانستانه د امریکایي ځواکونو بشپړ راوتل د بین الافغاني مذاکراتو په بریا پورې نه دي تړلي بلکې د طالبانو دې ژمنې پورې تړلي چې ترهګرو ډلو ته په افغانستان کې ځای نه ورکوی.

د پمپیو کابل ته ناڅاپي سفر په داسې وخت کې کیږي چې د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت خپلو وګړو ته خبرداری ورکړی دی چې د نوي کرونا ویروس له کبله کوم بهرني هیواد ته سفر ونه کړي. پمپیو د متحده ایالاتو دننه د کرونا ویروس د خپریدو له کبله خپل دوه پروازونه لغوه کړل. په دغه ملاقاتونو کې یوه هم د جي شل سرمشریزي د بهرنیو چارو وزیرانو په غونډه کې ګډون وو. خو اوس دغه غونډه د ویډیویي کنفرانس له لارې ترسره کیږي.