1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ماکرون په فرانسه کې د پراخو محدوديتونو د لغوه کولو خبر ورکړ

۱۳۹۹ خرداد ۲۶, دوشنبه

د فرانسې ولسمشر په دغه هیواد کې د کرونا ناروغۍ د مبتلایانو د شمیر په کميدو سره، د نوو حکومتي اقداماتو خبره کړې ده. په پاريس کې به رستورانتونه، کافيانې او بارونه بيرته په کار پيل وکړي. ښوونځي به هم ډير ژربيرته پرانستل شي.

https://p.dw.com/p/3dlfr
Frankreich Präsident Emmanuel Macron TV Ansprache
انځور: REUTERS

د فرانسې ولسمشر امانوئل ماکرون د جون پر۱۵مه، په يوه تلويزيوني پيغام کې اعلان وکړ چې په پاريس ښار کې به رستورانټونه، کافيانې او بارونه بيرته د خلکو پر مخ پرانیستل شي.

تر اوسه پورې په پلازمينه کې يوازې د رستورانټونو او کافيانو مخ ته سر خلاصي ميدانونه د خلکو د استفادې له پاره موجود ول.

سربیره پر دې زياته شوې چې د (ليسو پرته) د فرانسې ټول ښوونځي به د جون میاشتې له ۲۲مې بيرته خپل عادي کار پيل کړي.

په فرانسه کې د کرونا ويروس د خپريدو په دور کې دا د فرانسې د ولسمشر څلورمه تلويزيوني وينا وه. هغه په خپلو خبرو کې وویل چې د ډیر عمر درلودونکو کسانو د کورنو دروازې به هم د دوی د لیدونکو [خپلوانو] پر مخ خلاصې شي.

Frankreich Paris | Coronavirus | Restaurants öffnen wieder
تر اوسه پورې يوازې د رستورانټونو او کافيانو مخ ته سر خلاصي ميدانونه د خلکو د استفادې له پاره موجود ولانځور: picture-alliance/dpa/Kyodo

امانوئل ماکرون په خپلو خبرو کې وضاحت ورکړ چې په فرانسه کې د اقتصادي او ټولنیزو فعالیتونو بيرته فعالیدل، په دغه هيواد کې د کرونا ويروس د خپريدو پر وړاندې د مبارزې د لومړنۍ مرحلې د پاي په معنی ده.

هغه په عین حال کې خبرداری ورکړ چې په فرانسه کې د کرونا ناروغۍ پر وړاندې مبارزه لا پای ته نه ده رسيدلې او پر دغې ناروغۍ د اخته کيدو د مخنیوي له پاره د ټاکل شوو معیارونو رعایت کول لا هم ادامه لري.

په فرانسه کې د کرونا ويروس د خپريدو د مخنيوي په موخه ټولنيز محدوديتونه، د مارچ مياشتې په نیمايي کې په نظر کې ونيول شول. په فرانسه کې د کرونا ناروغۍ د قربانيانو شمیر ۲۹ زره ښودل شوی دی. په دې حساب، فرانسه تر ايټاليا او هسپانيا وروسته، د اروپا په سطحه د کرونا ناروغۍ تر ټولو ډير قربانیان لري.

توکمپالنې ته اشاره

امانوئل ماکرون د خپلو خبرو په يوه بله برخه کې د توکمپالنې موضوع ته هم اشاره وکړه. د فرانسې ولسمشر وويل چې د دغه هیواد حکومت له توکمپالنې سره په تړاو هر ډول تمايلاتو او همدارنګه به د تبعيض او يهودي ضد افکارو پر وړاندې مبارزه کوي.

د فرانسې ولسمشر زیاته کړه چې هغه د فرانسې له ميدانونو څخه د دغه هیواد استعماري دور پورې د اړوند مجسمو له ټولو سره مخالف دی.

Frankreich Ausschreitungen bei Black Live Matter Protesten
فرانسه کې د توکمپالنې ضد لاريونون انځور: Getty Images/AFP/A. C. Poujoulat

د هغه په باور د فرانسي د یادې دورې د تاريخي شخصيتونو مجسمې که هغه په فرانسې يا د نړۍ په نورو هیوادونو کې وي، د فرانسې د تاريخ د يوې برخې په توګه شمیرل کيږي.

ماکرون په عين حال کې ټينګار وکړ چې حکومت د فرانسې له تاريخ څخه دغو افرادو د نومونو له حذفولو سره مخالف دی.

په امريکا کې د تورپوستي جورج فلويد تر وژل کيدو وروسته  په نړۍ کې د توکمپالنې ضد پراخ اعتراضونه پيل شوي دي. د بيلګې په توګه يو شمیر خلکو په بريتانيا کې د دا ډول مجسمو او د يادښت ودانيو د ټولولو غوښتونکي شوي دي.

پاريس هم د تيرې اوونۍ په وروستيو ورځو کې د توکمپالنې ضد مظاهرو شاهد وو. د فرانسې پولیسو د شنبې او يکشنبې ورځو په لاریونو کې د زرونو اعتراض کوونکو د ګډون څخه خبر ورکړی دی.

دويچه ويله ف/ م.ک.ص/ن.ز

دلته په پاریس کې د افغانانو د مظاهرو يو انځوريز البوم هم کتلای شئ: