1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ماکرون په اروپا کي د مهاجرت په هکله نوي سياست غواړي.

۱۳۹۸ شهریور ۲۸, پنجشنبه

اروپايي ټولنه د مهاجرو په هکله بحثونو کي تل له خنډونو سره مخامخ سوې. خو د فرانسې ولسمشر به ورته د حل کومه لار پيدا کړي؟

https://p.dw.com/p/3PrkH
Italien: Giuseppe Conte und Emmanuel Macron in Rom
انځور: picture-alliance/dpa/R. De Luca

د فرانسې ولسمشر ايمانويل ماکرون په اروپا کي د مهاجرو په هکله د يوه اغيزمن سياست غوښتنه کړې. هغه په روم کي د ايتاليا له صدراعظم ګيوسيپ کونټ سره د ليدني کتني پر وخت وويل: «په تيرو وختونو کي په دې اړه نه يووالي، د دي سبب سوی چي د مهاجرتونو د مخنيوي او د اروپايي ټولني پر هيوادونو باندي د هغوی د ويشلو په هکله سياست کومه اغيزه نه ده کړې.»

هغه هيله مندي ښيي چي اوس به په اروپا کي د ويشلو يو اتوماتيک ميکانيزم رامنځته سي. هغه وويل چي اوس د امکاناتو له پاره په اصطلاح يوه کړکۍ پرانيستې ده، تر څو يو متحد دريځ ته سره ورسيږو او په دې ډول ټول هيوادونه بايد په يو او يا بل ډول د اروپا په يووالي کي شامل او يا هم له مالي لاري جزا ورکړل سي.

د نوي حکومت لومړني ملاقات

ماکرون لومړی اروپايي لوړپوړی سياستوال دی چي د ايتاليا د نوي منځني کيڼ اړخه حکومت تر رامنځته کيدو وروسته، روم ته تللی دی. هغه هلته له ولسمشر سرجيو ماتارلا سره هم وليدل.

نوموړي د فرانسې او ايتاليا ترمنځ اړيکو په هکله وويل چي زموږ دغه دوستي به هيڅکله له منځه ولاړه نه سي. د پخوانيو او همدارنگه د کونت ترمشري لاندي پاپوليستي او د پنځو ستورو حرکتونو او ښی اړخه ليگ د حکومتونو پر وخت، پس له هغه سخت کړکيچوڼه رامنځته سول چي سياستوال ليگ دي مايو په فرانسه کي د ژيړ واسکټو له پاڅون څخه ليدنه وکړه او دې کار ته د پاريس حکومت په ښه سترگه ونه کتل.

په روم کي د خبرو نور موضوعات د ليبيا د حالت په هکله هم ول. کونت چي مخکي يي د ليبيا له صدراعظم فايز ال سراج څخه هم په روم کي هرکلی کړی وو ، وويل: «موږ په گډه سره په دغه هيواد کي د ثبات راوستلو له پاره هلي ځلي کوو.»

گ.پ/ن.ز/دویچله ویله