1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
تروريزماروپا

ماکرون د اسلام د پيغمر کاریکاتور د چاپولو له حق څخه دفاع کړې

۱۳۹۹ شهریور ۱۲, چهارشنبه

په فرانسه کې د «شارلي ابدو» طنزیه مجلې یو وار بیا د اسلام د پيغمبر کاریکاتورونه چاپ کړي دي. ماکرون د دا ډول کاریکاتورونو خپرول د فرانسې د اساسي قانون له مخې د بیان او عقیدې د آزادې حق مطابق بللي دي.

https://p.dw.com/p/3httk
Frankreich Charlie Hebdo | Tout ca, pour ca
انځور: Getty Images/AFP

د چهارشنبې په ورځ (د سمټبر میاشتې په دویمه نیټه) د مرکزي اروپا په وخت د سهار لسو بجو د شارلي ابدو طنزي مجلې پر دفتر د تورنو کسانو د محاکمې بهیر پیل شو.

۱۴ تنه د دې خونړي برید په ارتباط تورن دي. ویل کیږي چې دغو کسانو د ۲۰۱۵م کال د جنورۍ پر اوومه نیټه د شارلي ابدو پر دفتر برید کې د دوو ورونو سعید کواشي او شریف کواشي سره همکاري کړې.

د دې خونړي برید د تورنو کسانو په محاکمه کې به ۲۰۰ تنه فرانسوي اتباع چې د دې برید د قربانیانو خپلوان او وارثین دي د اغیزمنو کسانو په توګه حضور ولري.

ټاکل شوې ده په دې محاکمه کې به ۱۵۰ تنه کارپوهان او شاهدان د دې ترهګریز برید په اړه خپل نظر څرګند او شاهدي به ورکړي.

ماکرون او پر شارلي ابدو د برید قضیه

د فرانسي خبري آژانس د چهارشنبې په ورځ د یوه رپوټ په خپرولو سره په فرانسې کې د بیان د آزادې او «کفر ویلو» حق په ارتباط د دې هیواد د ولسمشر امانوئل ماکرون خبرو ته اشاره کړې ده.

امانویل ماکرون د سه شنبې په ورځ د لبنان له پلازمېنې بیروت څخه د خپلې ليدنې په څنډه کې د خبریالانو په مخاطب کولو سره وویل چې د ولسمشر په توګه ورته دا ایجابوي چې په فرانسه کې د عقیدې او «کفر ویلو» د آزادۍ له حق څخه دفاع وکړي.

Frankreich Gedenken Charlie Hebdo | Je suis Charlie
انځور: picture-alliance/Hollandse Hoogte/J. van Gennip

ماکرون وویل چې د ولسمشر وظیفه دا نه ده چې د هیواد د ورځپاڼو او مجلو د تحریره هیئت د پریکړو په اړه قضاوت وکړي. نوموړي همدارنګه په دې تروریستي پیښه کې قربانیانو ته درناوی او د هغوي یادونه وکړه.

د اسلام د پيغمبر د کاریکاتورونو خپرول

په پاریس کې د شارلي ابدو طنزیه مجلې د دوی پر دفتر د برید د تورنو کسانو د محاکمې له پيل سره هم مهاله یو وار بیا د اسلام د پيغمبر کاریکاتور خپور کړی دی.

د «شارلي ابدو» پر لومړۍ پاڼه د چاپ شوي کاریکاتور ترڅنګ دا عنوان لیکل شوی دی: «دا ټول د دغو څو انځورونو په خاطر وو!»

د ۲۰۱۵م کال د جنورۍ پر ۷ نیټه افراطي اسلامپالو د «شارلي ابدو» مجله کې د اسلام د پيغمبر د کاریکاتور د خپریدو په غبرګون کې د دغې نشریې پر دفتر برید کړی وو.

وسله والو کسانو د سعید او شریف کواشي تر قوماندې لاندې د دې خپروني ادارې په دفتر کې پر کارکونکو او خبریالانو برید ډزې وکړې. دغه دواړه ورونه د فرانسې پولیسو له خوا په ډزو وویشتل شول. اوس ۱۴ تنه نور، له دوی څخه د ملاتړ او په دې برید کې د همکارۍ له امله محاکمه کیږي.

درې تنه تورن کسان په محکمه کې حضور نه لري. د استخباراتي سازمانونو له خوا د خپرو شویو اطلاعاتو پر اساس احتمال کیږي چې دغه درې تنه د سوریي او عراق په جنګونو کې وژل شوي وي. خو د دوی پر وړاندې په نړیواله کچه د جلب حکم صادر شوی دی.

دویچه ویله: ش.ن/ ن.ز