1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

مامورین: که سپکي سپوري دوام ولري، له دندو بیزار یوو

۱۴۰۱ فروردین ۱۸, پنجشنبه

د افغانستان د بیلا بیلو رسمي ادارو کارمندان ادعا کوي چي طالب مسؤلین له کارمندانو سره تریخ چلند او ان موضوع ښکنځلو ته رسیږي. طالبان دا خبري نه مني او وايي که کوم څوک اسناد ورته وړاندي کړي، ږغ يې اورېدل کیږي.

https://p.dw.com/p/49Zus
Afghanistan | Taliban-Kämpfer
انځور: Sidiqullah Khan/AP/dpa/picture alliance

په افغانستان کي ځيني مامورین په دې وروستيو کي له توپيریز چلنده شکايت کوي او وايي چي د مخکني دولت پېغورونه ورکول کیږي او ان د ږیري او لنګوټې د نه مراعتولو له امله هم په یوه او بله پلمه ځورول کېږي.

مامورین وايي چي اکثره وخت يې داسي نفس تنګ سي چي غواړي دنده پرېږدي، خو د اقتصادي ستونزو له امله د دوی په خبره دغه ټولي خبري زغمي.

یو څو ورځي ترمخه د کندهار یوشمیر ټرافیکان هم د ولایت مقام مخ ته په همدې خاطر راټول سوي او ویل يې، مسؤلین يې نه یوازي چي ځوروي، بلکي پر ناحقه خبره ورته بد رد او ان سپکي سپوري وايي.

د نجیب الله په نامه یو تن کندهاري ترافیک همدغه خبره په سیمه کي خبریالانو ته وکړه، هغه وايي، خپل ږغ يې تر څو ځایونو پوري رسولی، خو ګټه يې نه ده ورته کړې. هلته راټول سوي نور ترافیکان هم دغه خبره تاییدوی: «ماته يې ښکنځل وکړل، بیا زه تر ولایت مقام، امنیه قومندان، استخباراتو او نورو څانګو ته ولاړم، مګر ګټه يې ونه کړه. »

یو بل دولتي مامور چي نه غواړي نوم يې خپور سي هم وايي چي اوس د طالب چارواکو د دغسي کړنو له امله خپلي رسمي وظیفې ته په مات زړه ځي.

دغه دولتي مامور وايي، که یوه دقیقه هم وځنډیږي، نو غیرحاضریږي، پر لنګوټه تړلو او ږیره پرېښوولو ورته هره ورځ ستونزه جوړوي: «د ږیري او لنګوټې په اړه زموږ سره بد وضعیت کوي، چي تر ټاکل سوي وخت لږ ناوخته سو، بیا يې غیر حاضر کړي یوو، خو د دوی خپل کسان، چي پر لس او ان پر دوولس بجې هم راسي څوک يې نه غیر حاضروي. که چیري کومه مریضي ولرو هم رخصت نه راکول کیږي.»

د دولتي مامورینو دغه ستونزه مو د طالبانو د ویاند له مرستیال بلال کریمي سره شریکه کړه. هغه وايي، په عمومي ډول داسي خبره نه سته، خو کیدای سي په ادارو کي ځیني شخصي ستونزي وي چي د اسنادو په وړاندي کولو سره هره ستونزه څېړل کیږي او هیچاته اجازه نه ورکوي چي له مامورینو سره توپيریز چلند وکړي.

کریمي وايي: «په دې اړه ما معلومات وکړل داسي هیڅ مورد نه لرو، چي په سیسماتیک ډول دي له دولتي کارمندانو سره ناوړه چلند کيږي، البته که په خصوصي ډول له چا سره داسي  څه سوي وي، نو د اسناد او مدارکو په وړاندي کولو سره به تر څیړنو لاندي نیول کیږي. که چیري په استثنايي ډول کومه پېښه سوې هم وي، نو هڅه داده، چي مخه يې ونیول سي.»

څه موده وړاندي په ټولنيزو رسنيو کي یوشمیر انځورونه خپاره سول چي په ځینو دولتي ادارو کي مامورین د لنګوټې د نه لرلو او ږیري د کمولو له امله نه پرېښوول کیږي.

عام افغانان هم وايي چي طالب چارواکو ته په کار ده چي د بې ځایه ټینګار پرځای دي عام ولس ته د کار او اقتصادي پیاوړتیا غم وخوري او کوم مامورین چي ورسره کار کوي، د هغوی زړونه دي نه ځوروي.