1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ماسک غواړي د تویتر بند اکونټونه خلاص کړي

۱۴۰۱ آذر ۴, جمعه

د تویتر نوی رئیس، ایلان ماسک غواړي د تویتر تقریباً ټوله بند اکونټونه بیرته خلاص کړي.

https://p.dw.com/p/4K476
Twitter-Account von Donald Trump
انځور: Panama Pictures/picture alliance

 

د ماسک په خبره هغه د بندو تویتر کارونکو له پاره په اصطلاح «عمومي عفؤ» اعلان کړه. ماسک په دې ارتباط یوې نظر پوښتني ته اشاره وکړه، کومه چي په تویتر کي یې پر لاري اچولې وه. ویل کیږي چي د نظر پوښتني ۷۲ فیصده ګډون کونکو د دغسي یوه اقدام هرکلی کړی ؤ. همدا یوه هفته دمخه تویتر د امریکا د پخوانی جمهوررئیس، ترمپ اکاونټ هم بیرته خلاص کړ.