1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اسپر: طالبانو سره د سولې تړون ډير هيله بښونکی دی

۱۳۹۸ بهمن ۲۶, شنبه

د امريکا دفاع وزير مارک اسپر وايي که څه هم د طالبانو او متحده ايالاتو تر منځ کېدونکې هوکړه «ډيره هيله بښونکې ښکاري» خو له خطر پرته هم نه ده. په پام کې ده چې د امريکا او طالبانو تر منځ شوې هوکړه سبا دوشنبه اعلان شي.

https://p.dw.com/p/3Xovf
Deutschland | Annegret Kramp-Karrenbauer und Mark Esper | Münchner Sicherheitskonferenz
اسپر په مونش کنفرانس کې له آلمانۍ سياستوالې آنه ګريت کرامپ-کارنباور سرهانځور: picture-alliance/dpa/S. Hoppe

 

د اسوشتيد پريس خبري آژانس په حواله، د اوه ورځني «تاوتريخوالو د کمولو» د رسمي اعلان څخه دمخه، د امريکا دفاع وزير وويل چې اوس د دې وخت راغلی چې په افغانستان کې د سياسي مذاکرو له لارې سوله تامين شي. اسپر دغه څرګندونې د شنبې په ورځ (د فبروري ۱۵مه) په داسې حال کې وکړې چې له دې يوه ورځ مخکې يوه امريکايي لوړپوړي چارواکي وويل چې د سولې هوکړه چمتو ده او ډير ژر به اعلان شي.

د پلان په هکله معلومات لرونکي کسان تمه ښيي چې دغه هوکړه به د يکشنبې په ورځ (د ۲۰۲۰ کال د فبرورۍ په ۱۵مه) رسما اعلان شي او دا چي د تاوتريخوالو کميدو موضوع به د دوشنبې له ورځې په عمل کې پیاده شي.

اسپر په آلمان کې د مونشن امنيتي کنفرانس کې وويل: «د تاوتريخوالو د کمولو طرحه کوم چې زموږ استازي او طالبانو پرې خبرې کړي، اوس د ميز په سر پرته ده.» اسپر چې د کنفرانس ګډونوالو ته غږيده، د دغې طرحې په اړه يې وويل: «دا ډيره هيله بښونکي ښکاري.»

Weltwirtschaftsforum 2020 in Davos | Aschraf Ghani, Präsident Afghanistan
اسپر وويل چې غني د امريکا او طالبانو تر منځ د شوو توافقاتو ملاتړی دیانځور: picture-alliance/AP Photo/M. Schreiber

د امريکا دفاع وزير دغه راز زياته کړه: «زما نظر دا هم دی چې موږ بايد سولې ته فرصت ورکړو، په افغانستان کې د پرمختک له پاره تر سیاسي مذاکرتو بله ښه لار نه شته او دا په دې معنی ده» چي خطر هم لرلای سي.

اسپر په خپلو خبرو کې وويل: «دا زموږ د ديپلوماتانو د فعالو او په اغیزمنه خاوره کې د موضوع په اړه موږ او زموږ له شريکانو سره د ګډ کار کولو په معنی ده.»

اسپر او د امريکا د بهرنيو چارو وزير مايک پومپيو تر دې يوه ورځ مخکې په مونشن کې د افغانستان له ولسمشر محمد اشرف غني سره هم ليدلي وو. غني د طالبانو له خوا د اوه ورځني تاوتريخوالو کمولو ته د شک په سترګه ګوري چې هغه دې وشي کړای په يوه اوونۍ کې بريدونو پای او تر هغه وروسته د امريکا او طالبانو ترمنځ د سولې مذاکرات لاسليک شي.

د پلان له مخې، بين الافغاني مذاکرات به د لسو ورځو په دننه کې پيل شي، چې په کې به په اتلسو مياشتو کې له افغانستانه د امريکايي ځواکونو وتلو مراحل روښانه کيږي. 

افغان ولسمشر اشرف غني تر اوسه پورې د سولې پر توافقاتو په عامه توګه خبرې نه دي کړي. البته هغه توافقات چې تيره اوونۍ د قطر هيواد په دوحه کې د امريکا د ځانګړي استازي زلمي خليلزاد او د طالبانو د استازو تر منځ نهايي شول.

کیري: له طالبانو سره په توافق کې باید حکومت پای ونه مومي

خو د امريکا دفاع وزير ډاډ څرګند کړ چې ولسمشر غني د دغو توافقاتو پلوی کوي او ژمنه يې کړې چې د ملاتړ له پاره به يې خپلې هڅې کوي.

سپر د غني په اړه وويل: «زه فکر کوم چې هغه کاملا په جريان کې دی.»

سپر زياته کړه: «غني غواړي په دغې پروسه کې د يوې برخې مشري وکړي، که چيرته موږ هغې ته ورسيږو نو هغه به د بین الافغاني مذاکراتو په تشکيليدو سره د سولې يو تړون وي. هغه غواړي په دې برخه کې يو بشپړ ښکاره همکار وي او غواړي چې دغه برخه رهبري کړي، او د دې اطمينان وکړي چې ټول افغانان پر يو تغر راټول شي.»