م م: په لسو کلونو کې سل زره افغانانو ته مرگ ژوبله اوښتې ده
۱۳۹۸ دی ۵, پنجشنبهپه افغانستان کې د ملگرو ملتونو ځانگړي استازي تاداميچي یاماموتو د پنجشنبې په ورځ (۲۰۱۹م کال د دسمبر ۲۶ نيټه) دا شميرې په ډاگه کړې. نوموړي په يوه اعلاميه کې ويلي: «په ډېرې خواشيني سره مو موندلې چې يوازې په تیره يوه لسیزه کې، په ۲۰۰۹م کال کې د تلفاتو د شمير په سيستماتيکه توگه له ثبتولو راهيسې، په افغانستان کې د ملکي تلفاتو شمير تر سلو زرو اوړي.»
خو ياماموتو د تلفاتو دقيق شمير ياد نه کړ. نوموړي پر ښکيلو اړخونو غږ وکړ چې «د جگړې د ختمولو په موخه دې ریښتني او ثابت گامونه پورته کړي ځکه چې د دې هېواد شخړه هیڅ کوم پوځي حل نه شي لرلی.»
يوناما په اکتوبر مياشت کې ويلي ول چې په روانه ربع کې د وژل شويو او ټپي شويو ملکيانو شمير د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۴۲ سلنه لوړ شوی دی. هغه وخت زياته شوې وه چې د جولای د لومړۍ او سپتمبر د ۳۰ نیټې ترمنځ د تلفاتو دومره زيات لوړيدل په تیره بيا د وسله والو طالبانو له خوا د بریدونو نتیجه ده.
په افغانستان کې د ملکي تلفاتو په کچه کې لوړوالی د امريکا متحده ایالاتو او طالبانو ترمنځ د سياسي جوړ جاړي له پاره د خبرو اترو، سره په ورته وخت کې ليدل کيږي.
د افغانستان د سولې له پاره د امريکا متحده ایالاتو ځانگړي استازي زلمي خليلزاد، يوه اوونۍ تر مخه ويلي ول چې د افغانستان د سولې له پاره خبرې اترې پر سمه لاره روانې دي. ولسمشر دونالد ترمپ هم د نومبر په پای کې افغانستان ته د خپل سفر پر وخت له طالبانو سره په سپتمبر میاشت کې د دريدلو مذاکراتو د بيرته پیلولو اعلان کړی وو.
bs/nz (dpa)