1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

لیبیا غواړي د مهاجرو ټوله کمپونه وتړي

۱۳۹۸ تیر ۱۴, جمعه

په تاجوره کي د مهاجرو پرکمپ باندي تر يرغل وروسته د لیبیا حکومت فیصله کړې ده، چي په دغه جنگ ځپلي هیواد کي ټوله شخړه ایز کمپونه وتړي. حکومت وايي چي نور نه سي کولای د هغوی امنیت ونیسي.

https://p.dw.com/p/3Ldnt
Libyen Tripolis nach dem Luftangriff auf das Tajoura Detention Center
انځور: Reuters/I. Zitouny

د لیبیاد کورنیو چارو وزیر، فتحي باشاها خبر ورکړی دی چي حکومت اوس دا ازمويي چي د امنیتي دلایلو پراساس ټوله کمپونه وتړي او مهاجر ازاد پریږدي. د هغه په خبره دا نور د حکومت په وسه پوره نه ده چي دغه کمپونه د هوايي بریدونو په مقابل کي وساتي.

تیره سه شنبې ورځ(د جولای دریمه مه) د پایتخت طرابلس په ختيځ کي د تاجورې پر کمپ باندي دوې هوايي حملې وسوې. د ملګرو ملتونو د عاجلو کومکونو ادارې(OCHA) ویلي دي، چي د هغو څخه یو راکټ پر یوه خالي گاراج باندي لگیدلی او بل یې پر یوه کمپ باندي چي ۱۲۰ مهاجر پکښې مېشته ول.

د تازه ارقامو پراساس په دغو حملو کي ۵۳ انسانان وژل سوي او ۱۳۰ نور ټپيان سوي دي. د لیبیا د روغتیا وزارت بیا د ۳۵ وژل سوو او ۶۵ ټپي سوو کسانو ادعا کوي.

Libyen Tripolis nach dem Luftangriff auf das Tajoura Detention Center
انځور: Getty Images/AFP/M. Turkia

د ملگرو ملتونو دغي ادارې په دې هکله خپل یوه رپوټ کي همدارنگه ویلي دي چي د گارډ عسکرو مهاجرين هغه وخت وویشتل چي غوښتل يې تر لومړنیو چاودونو وروسته وتښتي.

د عاجلو مرستو دغي ادارې په حواله د طرابلس په شاوخوا کمپونو کي تقریبأ ۳۸۰۰ مهاجر د هغوی د ارادې پر خلاف ساتل کيږي. اوسنیو جنگونو اوکشمشونو هغوی نور هم له سخت خطر سره مخامخ کړي دي.

له میاشتو میاشتو راهیسي د ملګروملتونو له خوا په رسمیت پيژندل سوي حکومت او ياغي جنرال خلیفه حفتر د جنگیالیو تر منځ پر طرابلس باندي سخت جنگونه روان دي. له جنرال حفتر سره بیا د لیبیا په ختيځ کي د پارلمان ملاتړ سته. هم د طرابلس حکومت او هم په طبرق کي پارلمان د خپل ځان له پاره د ټول قدرت ادعا کوي.

Italien 2018 | Chalifa Haftar, Warlord Libyen
جنرال خلیفه حفترانځور: Getty Images/AFP/F. Monteforte

که څه هم حکومت د وروستیو هوايي بریدونو مسئولیت د جنرال خلیفه حفتر پر غاړه وراچوي، خو هغوی یې نه مني. د مهاجرو پرکمپونو باندي وروستۍ حملې په نړيواله سطحه سختي غندل سوي دي. د ملګروملتونو امنيت شورا په یوه فوق العاده غونډه کي پر یوه واحد دریځ باندي موافق نه سول.

په دغه د تیلو شتمن هیواد کي د واکمن معمر القدافي تر لیري کیدو اته کاله وروسته هم انارشي جریان لري. د طرابلس د حکومت او جنرال حفتر د عسکرو تر منځ په خونړیو جنگونو کي نه یوازي ډیر هیوادونه مداخله کوي، بلکي د سیمي ملیشې، مختلف بانډونه او تندلاري، لکه داعش جنگیالي هم فعالیتونه کوي.

 

زموږ د آرشیف څخه یو انځوریز البوم:( 05.12.2017)